د طالبانو د مهاجرینو او راستنېدونکو وزارت خبر ورکړی چې تېره یوه اونۍ کې لږ تر لږه ۵۶۱ افغان کډوال د پاکستان له زندانونو څخه خوشې شوي دي. دغه وزارت لیکلي چې افغان مهاجر د دې لپاره په ټول هېواد کې نیول شوي او زنداني شوي وو چې بااعتباره د اقامت سند یې نه درلود.
د طالبانو د مهاجرینو او راستنېدونکو وزارت د پنجشنبې په ورځ، د غویي ۲۴ مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې له دغو مهاجرینو څخه ۴۸۱ کسان د تورخم دروازې له لارې او ۸۰ کسان د سپین بولدک دروازې له لارې افغانستان ته راستنانه شوي دي. د خبرپاڼې له مخې ښځې او ماشومان هم په هغو کسانو کې شامل دي چې د پاکستان د زندانونو له بند وروسته ایستل شوي دي.
د طالبانو د کډوالو وزارت همدارنګه ویلي چې راستنېدونکي کسان خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي دي. خو دغه وزارت نه دی مشخصه کړی چې دغو کسانو په پاکستان کې څومره موده تېره کړې ده.
دغه وزارت د غویي ۱۷ مه هم خبر ورکړی و چې ۴۱۹ افغان کډوال د پاکستان له زندانونو خوشې کېدو وروسته ایستل شوي دي. پاکستان په دې وروستیو کې د افغان مهاجرینو د نیولو او ایستلو کولو بهیر په شدت زیات کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې نړیوالو سازمانونو څو ځله په پاکستان کې د افغان خبریالانو او فعالانو د نیولو په اړه اندېښنې ښودلي دي. دغو بنسټونو ویلي چې د ښځو، مدني او بشري حقونو فعالانو، خبریالانو، پوځیانو او د پخوانۍ ادارې کارکوونکو اخراج کول افغانستان ته د طالبانو تر واک لاندې خوندي نه دي.
لیکواله:سلیمه حکیمي








