TOOSnews
اعلان
پاكستان د افغانستان واليبال ملي لوبډلې ته ويزې ورنه كړې.
ورزشټوس نیوز

پاكستان د افغانستان واليبال ملي لوبډلې ته ويزې ورنه كړې.

۳۱ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د افغانستان د والیبال فدراسیون مسوولانو تایید کړې چې د هېواد ملي لوبډله د پاکستان د ویزو د نه ترلاسه کېدو له امله د مرکزي اسیا زون په سیالیو کې ګډون نه شي کولای.

د فدراسیون په وینا، په کابل کې یې څو ځله د پاکستان سفارت ته د ملي لوبغاړو د ویزو غوښتنلیکونه سپارلي، خو تر اوسه یې مثبت ځواب نه دی ترلاسه کړی.

ټاکل شوې ده چې د مرکزي اسیا زون د والیبال دغه سیالۍ د چهارشنبې په ورځ د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې د شپږو هېوادونو په ګډون پیل شي، خو افغانستان به پکې د ویزو د ستونزې له امله ګډون ونه کړي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.