د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړیوال جام کې د ارجنټاین ملي لوبډلې په اړه د پراخو جنجالونو له امله، د «ارجنټاین له نړیوال جام څخه وباسئ» تر سرلیک لاندې یو انلاین غوښتنلیک له ۲۳ میلیونو څخه ډېر لاسلیکونه راټول کړي دي. په ورته وخت کې، د فوټبال نړیوال فدراسیون اعلان کړی چې د ارجنټاین او هسپانیې ترمنځ د پایلوبې له پای وروسته د رامنځته شوې شخړې په اړه یې انضباطي څېړنې پیل کړي دي.
دغه غوښتنلیک په یوه اوونۍ کې له ۲۳ میلیونو او ۳۱۶ زرو څخه ډېر لاسلیکونه د نړۍ له ۱۷۰ هېوادونو څخه ترلاسه کړل او د نړۍ له تر ټولو ډېرو لاسلیک شوو انلاین کمپاینونو څخه یو وګرځېد. دغه کمپاین یوازې شاوخوا یو میلیون لاسلیکونه کم درلودل چې د ګېنس نړیوالو ریکارډونو کې ثبت شوی ریکارډ مات کړي.
فیفا اعلان کړی چې د دې ادارې انضباطي کمېټه به د نړیوال جام له پایلوبې وروسته رامنځته شوې شخړه وڅېړي. دا لوبه د اضافي وخت وروسته د هسپانیې په ۱-۰ بریا پای ته ورسېده او د هسپانیې ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ نړیوال جام اتلولي وګټله.
د راپورونو له مخې، ناهوېل مولینا، لیاندرو پاردېس، تیاګو المادا او د ارجنټاین د ملي لوبډلې روزونکی روبرتو آیالا، هغه کسان دي چې نومونه یې د دغو پېښو په تړاو یاد شوي دي. فیفا همدارنګه د دې پېښې د څېړلو لپاره یو اخلاقي پلټونکی ټاکلی او ویلي یې دي چې ترسره شوي چلندونه ښايي د لوبغاړو د چلند اصولو او د فوټبال د اعتبار ساتلو له مقرراتو سره په ټکر کې وي.
په دې سیالیو کې د ارجنټاین ملي لوبډلې جنجالونه یوازې پایلوبې پورې محدود نه وو. د دغه غوښتنلیک جوړوونکو فیفا او د لوبو ریفري په دې تورن کړل چې د ارجنټاین ملي لوبډلې او لیونل مسي په ګټه یې پرېکړې کړي دي، او غوښتنه یې کړې چې دغه لوبډله دې د تل لپاره د نړیوال جام له سیالیو محرومه شي. فیفا تر اوسه د دې غوښتنې په اړه رسمي دریځ نه دی څرګند کړی.
یورونیوز راپور ورکړی چې د یو شمېر مینهوالو له خوا د توکمپالنې شعارونه، د مصر پر وړاندې د لوبې د ریفري د پرېکړو پر ضد سخت اعتراضونه، او همدارنګه د انګلستان پر وړاندې د نیمه پایلوبې له بریا وروسته د «مالویناس ټاپوګان د ارجنټاین دي» په شعار د یوه بېنر پورته کول، د دې لوبډلې له نورو جنجالي موضوعاتو څخه وو؛ هغه مسایل چې په ټولنیزو شبکو کې یې پراخ غبرګونونه راوپارول.
دغه غوښتنلیک اوس تړل شوی، خو د انلاین کمپاینونو د ډېرو لاسلیکونو ریکارډ لا هم د «جوبیلي ۲۰۰۰» کمپاین په لاس کې دی، چې په ۱۹۹۷ کال کې یې له ۲۴.۳ میلیونو څخه ډېر لاسلیکونه راټول کړي وو او د بېوزلو هېوادونو د پورونو د بښنې غوښتنه یې کړې وه.
د دغه کمپاین جوړوونکو په وروستۍ اعلامیه کې ویلي:
«د نړۍ له ۱۷۰ هېوادونو څخه له ۲۳ میلیونو څخه ډېرو خلکو دغه غوښتنلیک لاسلیک کړی. فیفا دې غوښتنې ته ځواب ور نه کړ، خو د پایلوبې پایله د لوبې په ډګر کې وټاکل شوه.»
لیکواله:سلیمه آریایي








