د بشري حقونو سازمان «رواداري» وايي، د طالبانو لهخوا د ځپنې او بشري حقونو د سرغړونو پر وړاندې د افغانستان د خلکو مدني مقاومت او مبارزه په تېرو پنځو کلونو کې د بشري حقونو، برابرۍ او انساني کرامت پر بنسټ د یوه راتلونکي هیله ژوندۍ ساتلې ده.
رواداري د شنبې په ورځ، د زمري په ۲۴مه، د جمهوري نظام د سقوط او واک ته د طالبانو د بېرته رسېدو د پنځمې کلیزې په مناسبت په یوه اعلامیه کې په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو د مستندسازۍ د بهیر پر دوام او پیاوړتیا ټینګار کړی دی.
دغه سازمان ویلي، سره له پراخو محدودیتونو او ځپنو، د افغانستان ښځې او نجونې، مدني فعالان او نور هېوادوال لا هم د خپلو اساسي حقونو او ازادیو د دفاع لپاره مدني مقاومت او عدالتغوښتنې ته دوام ورکوي.
رواداري زیاته کړې چې مدني ټولنو، د بشري حقونو مدافعانو، رسنیو او خبریالانو هم د بشري حقونو د وضعیت په څارنه، د سرغړونو په مستندسازۍ، د شواهدو په راټولولو او ساتلو، او د قربانیانو د غږ په رسولو کې مهم رول لوبولی دی.
د دغه سازمان د راپور له مخې، د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې څخه د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر تر ۳۱مې پورې، لږ تر لږه ۶۹۲۹ ملکي وګړي په بېلابېلو پېښو کې وژل شوي یا ټپیان شوي دي. په دې پېښو کې هدفي، ناڅرګنده او له قضايي پروسې پرته وژنې، چاودېدونکي او ځانمرګي بریدونه، د جګړې له پاتې مهماتو څخه رامنځته شوې چاودنې او د پاکستان پوځي بریدونه شامل دي.
رواداري همداراز ویلي چې په همدې موده کې لږ تر لږه ۳۹۹ د تېر حکومت کارکوونکي او د هغوی د کورنیو غړي د طالبانو او ناپېژاندو وسلهوالو لهخوا په هدفي، مرموزو او له قضايي پروسې پرته بریدونو کې وژل شوي دي.
د دغه راپور پر بنسټ، لږ تر لږه ۴۷ اعتراض کوونکي، چې ۸ یې ښځې وې، هم په دې موده کې د سولهییزو اعتراضي غونډو د جوړولو یا ګډون له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
دغه سازمان زیاته کړې چې د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو څلورو کلونو کې لږ تر لږه ۶۰۴۳ افغان وګړي، چې ۷۸ یې ښځینه اعتراض کوونکې وې، تر ډېره د طالبانو د استخباراتو او امر بالمعروف ادارو لهخوا په غیرقانوني او خپلسري ډول نیول شوي دي.
په دغو نیول شویو کسانو کې لږ تر لږه ۶۴۶ د تېر حکومت کارکوونکي، ۶۴۳ مدني فعالان، خبریالان او د بشري حقونو مدافعان، او ۱۳۶۶ هغه کسان شامل دي چې له طالبانو سره د مخالفو ډلو د همکارۍ، غړیتوب یا اړیکو په تور تورن شوي دي.
رواداري وايي، په همدې موده کې لږ تر لږه ۵۱ بندیان د طالبانو په توقیف ځایونو کې د سختو شکنجو له امله مړه شوي او لږ تر لږه ۱۷۱ نور کسان په جبري ډول لادرکه شوي دي. په دغو کسانو کې د تېر حکومت کارکوونکي، مدني فعالان، د بشري حقونو مدافعان او نور ملکي وګړي شامل دي.
د رواداري لهخوا د وړاندې شویو شمېرو له مخې، د طالبانو محکمو په دې موده کې لږ تر لږه ۲۴۲۳ کسان د بېلابېلو تورونو له امله په هغو طریقو مجازات کړي چې دغه سازمان «له قانون څخه بهر، ظالمانه او غیرانساني» بللي دي.
د رواداري د راپور له مخې، په دغو مجازاتو کې د قصاص او اعدام د حکمونو علني پلي کول، دُرې وهل او د تورنو کسانو د مخونو تورول شامل دي.
سره له دې، رواداري ټینګار کړی چې د محدودیتونو له زیاتېدو سره هم، په افغانستان کې دننه او له هېواده بهر د ښځو، مدني فعالانو او د بشري حقونو د مدافعانو مدني مبارزه او عدالتغوښتنه لا هم دوام لري.
دغه سازمان، چې طالبانو ته له واک ته بېرته رسېدو وروسته د افغانستان له یو شمېر بشري حقونو فعالانو لهخوا له هېواده بهر جوړ شوی، هیله څرګنده کړې چې د موجودو محدودیتونو او فشارونو پر وړاندې مدني مبارزه به دوام ومومي او د عدالت او حساب ورکونې د نړیوالو میکانیزمونو له پیاوړتیا، د همبستګۍ له پراختیا او په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د نړیوال پوهاوي له زیاتېدو سره مرسته وکړي.
لیکواله:سلیمه آریایي








