TOOSnews
اعلان
په زابل كې د «پټې خزانې»د ليكوال محمد هوتک د قبر د بيا رغونې چارې پيل شوې.
کلتور او هنرټوس نیوز

په زابل كې د «پټې خزانې»د ليكوال محمد هوتک د قبر د بيا رغونې چارې پيل شوې.

۲ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

په زابل ولایت کې د پښتو ادب د مشهور اثر «پټه خزانه» د لیکوال محمد هوتک د قبر د ساتنې او بیارغونې لومړنۍ چارې پیل شوي دي. د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي، دغه پروژه د ریاست په هڅو او د افغان لیکوال محمد معصوم هوتک په مالي ملاتړ عملي کېږي.

د زابل د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ګرځندوی او اطلاعاتو آمر عبدالولي بشرمل ویلي، د بیارغونې چارې به د یوې میاشتې په موده کې بشپړې شي.

د یاد ریاست په وینا، په دې پروژه کې د محمد هوتک د قبر شاوخوا د احاطې دېوال او د یوه جومات جوړول شامل دي.

بشرمل زیاته کړې، د محمد هوتک د قبر د اساسي بیارغونې لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت هم ژمنه کړې او تمه ده چې په راتلونکي کې به دغه تاریخي ځای په بنسټیز ډول ورغول شي.

د زابل یو شمېر اوسېدونکو د دې پروژې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د پښتو ژبې او ادب د دې نومیالي شخصیت د قبر د بیارغونې اړتیا له ډېر پخوا موجوده وه.

محمد هوتک، چې د کندهار د کوکران سیمې اوسېدونکی و، د پښتو ژبې له مخکښو لیکوالانو څخه شمېرل کېږي. نوموړی د زابل ولایت د سیوري ولسوالۍ د ممو په کلي کې خاورو ته سپارل شوی دی.

«پټه خزانه» د پښتو ادبیاتو له مهمو تاریخي اثارو څخه ګڼل کېږي او د پښتو ژبې، ادب او فرهنګي میراث په تاریخ کې ځانګړی ارزښت لري. په دې اثر کې د ګڼو پخوانیو پښتنو شاعرانو ژوند او ادبي اثار راټول شوي دي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.