رویټرز خبري اژانس د خپلو سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې سعودي عربستان د منځني ختیځ جګړې پر مهال پر دغه هېواد د شویو بریدونو په غبرګون کې پر ایران ګڼ پټ او نا اعلان شوي بریدونه کړي دي.
د راپور له مخې، دا هغه لومړني بریدونه بلل کېږي چې سعودي عربستان په مستقیم ډول د ایران په خاوره کې پوځي اقدام ترسره کړی دی.
رویټرز ویلي، دوی ونه توانېدل چې د دغو بریدونو مشخص هدفونه په خپلواکه توګه تایید کړي، خو د سرچینو په وینا دغه بریدونه د سعودي هوايي ځواک له لوري د مارچ میاشتې په وروستیو کې ترسره شوي دي.
لیکوال:سعید سمیر








