د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي،ریچارډ بېنټ، بروکسل ته د طالبانو د بلنې او د دې ډلې له استازو سره د اروپايي چارواکو لیدنه د افغانانو، په ځانګړې توګه د ښځو لپاره سپکاوی بللی دی.
اروپايي کمیسیون د افغان کډوالو د ایستلو د اسانتیا لپاره د طالبانو یو پلاوی بروکسل ته بللی دی.
دې بلنې پراخې نیوکې هم له ځان سره راولاړې کړي.
ریچارد بېنټ (دوشنبه، د چنګاښ ۱) په ایکس کې لیکلي: «په بروکسل کې له طالبانو سره لیدنه به د افغانانو، په ځانګړې توګه د ښځو لپاره سپکاوی وي.»
هغه د کډوالو د ایستلو د چټکتیا پر پالیسیو هم انتقاد کړی او ویلي یې دي چې د بشري حقونو او د پناه غوښتنې د قوانینو درناوی ضروري دی.
بېنټ ټینګار کړی چې «افغانان باید ناامنه وضعیت ته ونه لېږدول شي».
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر فولکر تورک هم په یوه بیان کې د اروپايي ټولنې له نوو مقرراتو، چې د مهاجرینو د چټک ایستلو اجازه ورکوي، نیوکه کړې ده.
تورک په خپل بیان کې ویلي: «موږ د اروپايي ټولنې له نوو مقرراتو چې د مهاجرینو او پناه غوښتونکو د چټک ایستلو امکان برابروي، ژور خواشیني یو.»
هغه د بشري حقونو او د پناه غوښتنې د قوانینو د رعایت غوښتنه کړې ده.
اروپايي هېوادونه هڅه کوي هغه پناه غوښتونکي وباسي چې غوښتنلیکونه یې رد شوي وي.
تېره میاشت اروپايي کمیسیون تایید کړه چې د طالبانو یو پلاوی یې د کډوالو د ایستلو د تخنیکي خبرو اترو لپاره بروکسل ته بللی دی.
په دې وروستیو کې د بلجیم حکومت هم تایید کړی چې د طالبانو د پلاوي د ویزو ورکولو موضوع څېړي.
لیکواله:سلیمه آریایي








