TOOSnews
اعلان
سمېع سادات: طالبانو افغانستان د القاعدې پر نړيوال مركز بدل كړی.
افغانستانټوس نیوز

سمېع سادات: طالبانو افغانستان د القاعدې پر نړيوال مركز بدل كړی.

۲۴ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د متحدې جبهې مشر سمېع سادات ویلي، طالبانو افغانستان د القاعدې پر مرکزي پناه‌ ځای او عملیاتي مرکز بدل کړی او د شمالي افریقا او منځني ختیځ جنګیالي د کندهار په شاوخوا کې د القاعدې په کمپونو کې روزل کېږي.

نوموړي د چهارشنبې په ورځ په خپله اېکس پاڼه په یوې مفصلې لیکنې کې ادعا کړې، چې القاعده اوس له افغانستانه د سویلي اسیا، منځني ختیځ او افریقا تر منځ خپلې جګړې او فعالیتونه همغږي کوي.

د سادات په وینا، القاعده دا مهال په پاکستان، یمن او د افریقا په ساحلي هېوادونو کې خپل فعالیتونه پراخ کړي او د مالي او بورکینافاسو امنیتي وضعیت یې سخت اغېزمن کړی دی. هغه زیاتوي، د القاعدې لوړپوړي غړي له ۲۰۲۳ کال راهیسې له افغانستانه افریقا ته لېږدول شوي او هلته د وسله‌والو ډلو په بیا تنظیمولو بوخت دي.

نوموړي ویلي، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان یو ځل بیا د سخت دریځو د روزنې، جلب او جذب، لوژستیک او نړیوالې همغږۍ پر ستراتیژیک مرکز بدل شوی او له همدې ځایه جنګیالي افریقا، یمن او سوریې ته استول کېږي.

سمېع سادات خبرداری ورکړی، که اوسنی وضعیت دوام وکړي، نو په ساحل کې به ناامني نوره هم پراخه شي او اروپا به د ترهګرۍ، قاچاق او ډله‌ییزې کډوالۍ له زیات ګواښ سره مخ شي.

هغه ویلي، نړۍ درې لارې لري؛ یا دې د القاعدې د پراختیا ننداره وکړي، یا دې ګډ نړیوال اقدام ترسره کړي، او یا دې د طالبانو ضد ځواکونو ملاتړ وکړي څو په افغانستان کې د طالبانو پر ځای یو مسوول حکومت رامنځته شي.

طالبانو تر اوسه د دغو ادعاوو په تړاو تازه غبرګون نه‌ دی ښودلی، خو تر دې وړاندې یې څو ځله ویلي چې په افغانستان کې هېڅ ترهګره ډله شتون نه‌ لري او د افغانستان خاوره به د بل هېواد پر ضد ونه کارول شي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.