د افغانستان د پخواني ولسمشر مرستیال، سرور دانش، د یوه «جلاوطنه حکومت» د جوړېدو غوښتنه وکړه او ویې ویل چې دغه حکومت کولای شي د افغانستان لپاره د لوړې کچې د پرېکړو د یوه مرجع په توګه عمل وکړي او د یوه انتقالي پړاو د رامنځته کېدو زمینه برابره کړي.
ښاغلي دانش دغه څرګندونې د یکشنبې په ورځ د «طالبانو ډلې ته د واک د سپارلو د پنځمې کلیزې» په مناسبت په یوې مجازي غونډه کې وکړې. دغه غونډه د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مجمع او د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت د عالي شورا له خوا جوړه شوې وه.
دانش وویل چې په اوسنیو شرایطو کې دوه جبهې د یو بل پر وړاندې ولاړې دي؛ د ده په وینا، له یوې خوا عدالت غوښتونکي او له بلې خوا طالبان دي. هغه طالبان یو مستبد او د «جنسیتي اپارتاید» پلوي ډله وبلله او ویې ویل چې دغه ډله د افغانستان د خلکو، ښځو او نړیوالې ټولنې پر وړاندې درېدلې ده.
هغه ټینګار وکړ چې له طالبانو سره مخالفت د کوم ځانګړي قوم، کلتور یا ژبې مخالفت نه دی، بلکې موخه دا ده چې داسې شرایط برابر شي چې د افغانستان خلک وکولای شي د یو بل تر څنګ او په ورورولۍ کې ژوند وکړي.
دانش وویل: «هغه څه چې موږ ورسره مخالف یو، د انحصار منطق دی.» هغه زیاته کړه چې استبداد باید په بل استبداد بدل نه شي او هېڅ شخص یا ډله باید ځان د مطلق حقیقت څښتن ونه ګڼي.
د افغانستان د پخواني ولسمشر مرستیال خبرداری ورکړ چې که یوه ورځ طالبان له واکه وغورځول شي، خو د افغانستان د سیاسي او ټولنیزو بحرانونو اساسي ریښو ته پاملرنه ونه شي، نو د تاوتریخوالي او د اویایمې لسیزې د کورنۍ جګړې د دورې د تکرار احتمال به موجود وي.
هغه د افغانستان د ستونزو په رامنځته کېدو کې د سیاسي نظام جوړښت او محتوا مهم وبلل او ویې ویل چې سیاسي استبداد د دې هېواد د تاریخ په بېلابېلو دورو کې موجود پاتې شوی دی.
دانش زیاته کړه چې د افغانستان قومونه ځانګړي تاریخي او جغرافیایي هویتونه لري، خو ټول وګړي باید له مساوي حقونو برخمن وي او هېڅ ډله باید د خپل قومیت یا شالید له امله له مدني حقونو محرومه نه شي.
هغه همدارنګه د افغانستان د سیاسي نظام د غیرمتمرکز کېدو غوښتنه وکړه او ویې ویل چې سیمهییزو ادارو ته د واکونو سپارل، د سیمو خپلواکي او فدرالیزم د واک د غیرمتمرکز کولو له لارو څخه دي او کولای شي د افغانستان لپاره د حکومتولۍ مناسبې بېلګې وي.
دانش د افغانستان د ډېرو ویجاړیو لامل په سیاسي نظامونو کې ایډیولوژي او افراطیت وباله او ویې ویل چې دا ډول تګلارو په بېلابېلو دورو کې د افغانستان د خلکو ازادۍ او حقونه محدود یا ترې سلب کړي دي.
هغه وویل چې ټول انحصار غوښتونکي، که په قصدي ډول وي او که په ناپوهۍ، ځان د مطلق واکمن په ځای کې دروي. د دانش په وینا، دغه «د خدایۍ دعوه کوونکي» باید له واکه لرې کړل شي او سیاسي واک باید خلکو ته وسپارل شي.
دانش په دوام کې «دیني ډیموکراسي» د افغانستان د راتلونکي سیاسي نظام لپاره خپله وړاندیز شوې طرحه وبلله؛ داسې نظام چې د ده په وینا باید مدني ازادي او د بیان ازادي تضمین کړي، د ټولو وګړو حقونه برابر وګڼي، واک په عادلانه توګه ووېشي او ټولو ته د سیاسي مشارکت زمینه برابره کړي.
لیکواله:سلیمه آریایي








