TOOSnews
اعلان
سلوانیا افغانستان سره د ۲۰۰ زرو یورو مرسته وکړه.
افغانستانټوس نیوز

سلوانیا افغانستان سره د ۲۰۰ زرو یورو مرسته وکړه.

۲۳ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د ملګرو ملتونو د نفوسو صندوق وايي چې سلوانیا ۲۰۰ زره یورو د دې بنسټ د پروګرامونو د ملاتړ لپاره په افغانستان کې مرسته کړې ده.

دغه بنسټ (سې شنبې، د غویي ۲۲مه) په ایکس کې د سلوانیا له حکومت څخه د دې مرستې له امله مننه وکړه.

د ملګرو ملتونو د نفوسو صندوق ویلي چې دا مرسته به ښځو او نجونو ته د حیاتي زېږون روغتیايي خدماتو او اړینو ملاتړونو ته د لاسرسي زمینه برابره کړي.

دغه بنسټ زیاته کړې چې دا مرسته به دوی ته د دې امکان ورکړي چې د افغانستان په ټوله خاوره کې تر ټولو اړمنو کسانو ته لاسرسی پیدا کړي.

دا مرسته په داسې وخت کې کېږي چې د ملګرو ملتونو د غوښتنې بودیجه د افغانستان لپاره د بشري مرستو په برخه کې یوازې ۱۴.۷۷ سلنه تمویل شوې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږونکي دفتر (اوچا) د ۲۰۲۶ میلادي کال لپاره د افغانستان د اړمنو کسانو د ملاتړ لپاره ۱.۷ میلیارده ډالر بودیجه غوښتې وه، خو وايي چې اوس مهال د ۱.۵ میلیارد ډالره بودیجې له کمښت سره مخ ده.

لیکواله:سلیمه حکیمي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.