TOOSnews
اعلان
هرات کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ ته نږدې یو تن وژل شوی.
افغانستانټوس نیوز

هرات کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ ته نږدې یو تن وژل شوی.

۲۰ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

هرات کې ځايي سرچینې وايي چې ناپېژاندو وسله‌والو د دې ولایت د طالبانو د امنیه قوماندانۍ دروازې ته نږدې یو تن په نښه کړی او وژلی دی. دا پېښه د دوشنبې په ورځ، د زمري ۱۹مه، رامنځته شوې ده.

د سرچینو په وینا، د وژل شوي کس نوم نعمان و او د هرات د پخوانۍ ولایتي شورا د غړي عبدالرحمن مرادي زوی و. سرچینو د دې پېښې د عاملانو د هویت او انګېزې په اړه نور جزیات نه دي وړاندې کړي.

سرچینې زیاتوي چې نعمان په هرات کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ له دروازې څخه د تېرېدو پر مهال د ناپېژاندو وسله‌والو له خوا د ډزو هدف وګرځېد او د همدې برید په پایله کې یې ژوند له لاسه ورکړ.

په همدې وخت کې، په کابل کې سرچینو هم د دشت برچي په سیمه کې د څلورو هزاره ځوانانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی. طالبانو د دې پېښې په غبرګون کې ویلي چې وژل شوي کسان «وسله‌وال غله» وو؛ خو ځايي سرچینو د دې ادعا په اړه بېلابېل جزیات وړاندې کړي دي.

د دغو پېښو راپورونه په داسې حال کې خپرېږي چې طالبانو تل په ټول افغانستان کې د امنیت پر ټینګښت ټینګار کړی دی. خو د وژنو او وسله‌والو پېښو د پرله‌پسې راپورونو دوام د امنیتي وضعیت او د وسله‌والو جرمونو د مخنیوي په برخه کې د طالبانو د ځواکونو د وړتیا په اړه اندېښنې راولاړې کړي دي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.