ذبیحالله مجاهد د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستلو په اړه: «اوس یې وخت نه دی.»
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد د یکشنبې په ورځ، د وږي په اتمه، په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستلو په اړه له څرګند ځواب ورکولو ډډه کوي او زیاته یې کړه چې «اوس یې وخت نه دی» چې په دې اړه نورې خبرې وشي.
مجاهد د نجونو د زدهکړو د برخلیک په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې لومړی په افغانستان کې د زدهکړو د وضعیت په اړه عمومي شمېرې وړاندې کړې. نوموړي موضوع د هېواد د نفوس او د زدهکوونکو د شمېر پر لور یووړه او ویې ویل، که د افغانستان نفوس ۴۰ میلیونه وي، نو له هرو څلورو افغانانو څخه یو یې د زدهکړې په حال کې دی.
هغه وروسته، پرته له دې چې د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستلو د وخت یا شرایطو په اړه مشخص وضاحت ورکړي، وویل: «هغه برخه چې لا هم نیمګړتیا لري، هڅه کوو چې ورزیاته شي، خو په دې اړه ډېر بحث ښايي اوس یې وخت نه وي، ځکه دا هغه موضوع ده چې موږ مخکې هم ورته ځوابونه ورکړي دي.»
د مجاهد څرګندونې په داسې حال کې دي چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو نږدې پنځه کاله تېرېږي، خو له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي لا هم تړلي دي او نجونې او ښځې هم له پوهنتوني زدهکړو څخه بېبرخې دي.
په افغانستان کې د نجونو او ښځو پر زدهکړو لګېدلو محدودیتونو په کور دننه او نړیواله کچه له پراخو غبرګونونو سره مخ شوي، خو طالبانو تر اوسه له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستلو لپاره کومه مشخصه نېټه نه ده اعلان کړې.
لیکواله:سلیمه آریایي








