TOOSnews
اعلان
د جلال‌اباد د انګورباغ اوسېدونکي له خپلو کورونو څخه د جبري ایستلو شکایت کوي.
افغانستانټوس نیوز

د جلال‌اباد د انګورباغ اوسېدونکي له خپلو کورونو څخه د جبري ایستلو شکایت کوي.

۲۳ تله ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د جلال‌اباد ښار د انګورباغ سیمې یو شمېر اوسېدونکي وايي، چې طالبان له تېرو دوو ورځو راهیسې کورنۍ په زور له خپلو کورونو باسي او ځینو نورو ته یې خبرداری ورکړی، چې ژر تر ژره خپل کورونه تخلیه کړي. د ځايي سرچینو په وینا، د دغو کورنیو یو شمېر غړو تېره شپه تر باران لاندې او په ازاده فضا کې تېره کړې ده.

په مقابل کې، د طالبانو سترې محکمې اعلان کړی، چې د اوو میاشتو څېړنو وروسته یې د دغې سیمې د ځمکو د دعوا په اړه د هغو کسانو په ګټه پرېکړه کړې، چې دوی یې د ځمکو اصلي مالکین بولي، او د ځمکو د سپارلو حکم یې صادر کړی دی.

د سیمې اوسېدونکي وايي، چې دوی له ۴۰ تر ۴۵ کلونو پورې په دغو ځمکو کې ژوند کړی او د ملکیت اسناد هم لري؛ خو سرچینې وايي، چې د محکمې پرېکړه د شهاب‌الدین دلاور د کورنۍ په ګټه شوې ده. شهاب‌الدین دلاور د طالبانو د افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون مشر دی.

د طالبانو د سترې محکمې مرستیال ویاند، منصور احمد حمزه، تر دې مخکې ویلي وو، چې دا قضیه د اسنادو او د پخواني حکومت د محکمو د پرېکړو له ارزونې وروسته بیا وڅېړل شوه او د ځمکې د غصب موضوع تایید شوه. د نوموړي په وینا، له اووه میاشتنیو څېړنو وروسته د ځمکې د دعوا‌کوونکو ته د سپارلو لپاره د حکم د پلي کېدو امر صادر شو.

خو طالبانو تر اوسه د هغو کورنیو د برخلیک په اړه څه نه دي ویلي، چې له خپلو کورونو ایستل شوي دي. د دغې سیمې اوسېدونکو تر دې مخکې هم له خپلو کورونو څخه د جبري ایستلو شکایت کړی و او ویلي یې وو، چې یو شمېر یې وهل شوي یا زنداني شوي دي.

لیکواله:رویا ستانکزی

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.