د جون درېمه د افغانستان د ستر واکمن او د دراني دولت د بنسټګر، احمدشاه بابا د مړینې ۲۵۴م تلین دی. تاریخي روایتونه ښيي چې نوموړی د ژوند په وروستیو کلونو کې له سختې ناروغۍ سره مخ شوی و او د مړینې خبر یې د واک د لېږد د خوندي کولو لپاره تر یوې مودې پټ ساتل شوی و.
د لیکوال سردار ولي پښتونزوی د څېړنې له مخې، احمدشاه بابا په ځوانۍ کې له آس څخه د لوېدو وروسته د پزې په ناروغۍ اخته شوی و. ویل کېږي چې دغه ناروغي وروسته د پزې په سرطان بدله شوه او روغتیايي حالت یې ورځ تر بلې خرابېده. د درملنې لپاره هغه د کندهار ختیځ ته د توبې غره سیمې ته ولېږدول شو، ځکه هلته هوا د هغه د ناروغۍ لپاره مناسبه بلل کېده.
احمدشاه بابا د ۱۷۷۳ زېږدیز کال د جون په درېیمه نېټه د کندهار د توبې په لمن کې د یرغکۍ په کلي کې، د خپل نږدې ملګري او قوماندان برخوردار خان اڅکزي په کور کې ساه ورکړه.
تاریخي سرچینې وايي چې د هغه له مړینې وروسته د سلطنت د چارو د خوندي ساتلو لپاره د مړینې خبر پټ وساتل شو. یاقوت شاه سمدستي تېمورشاه ته پیغام ولېږه څو ژر کندهار ته ورسېږي او د واک چارې په لاس کې واخلي. په همدې موده کې د احمدشاه بابا جسد په پټه ساتل شوی و او خلکو ته ویل کېدل چې هغه لا هم ناروغ دی.
وروسته د بابا جسد د توبې له سیمې کندهار ته ولېږدول شو. د غسل او جنازې مراسم د خلکو او شاهي بدرګې په ګډون ترسره شول او نوموړی په هغه باغ کې خاورو ته وسپارل شو چې خپله یې د خرقې مبارکې لپاره جوړ کړی و.
احمدشاه بابا د افغانستان په تاریخ کې د یوه پیاوړي واکمن او ملي شخصیت په توګه یادېږي او د ده میراث لا هم د هېواد د تاریخي هویت مهمه برخه ګڼل کېږي.
لیکوال:سعید سمیر








