TOOSnews
اعلان
د نيمروز په ریګونو كې د مړو شويو ۱۴ كسانو جسدونه بادغيس ته ولېږدول شول.
افغانستانټوس نیوز

د نيمروز په ریګونو كې د مړو شويو ۱۴ كسانو جسدونه بادغيس ته ولېږدول شول.

۱۲ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو د ۲۱۵ عزم قول اردو وایي، د هغو ۱۴ کسانو جسدونه چې د نیمروز ولایت د چهاربرجک ولسوالۍ په ریګونو کې موندل شوي وو، له هرات وروسته بادغیس ولایت ته لېږدول شوي دي.

د راپورونو له مخې، دغه کسان د بادغیس ولایت اوسېدونکي وو او ایران ته د ناقانونه تګ پر مهال د نیمروز په ریګونو کې لادرکه شوي وو. ویل کېږي، له شاوخوا دوو اوونیو وروسته یې جسدونه وموندل شول.

سرچینې زیاتوي، له دغې ډلې سره پنځه نور کسان هم ملګري وو چې د بلخ ولایت اوسېدونکي وو. د هغوی جسدونه د لادرکه کېدو په لومړیو ورځو کې موندل شوي وو.

په وروستیو کلونو کې د ایران پر لور د ناقانونه کډوالۍ پر مهال د نیمروز د دښتو او ریګونو له لارې د افغانانو د مرګ او ورکېدو پېښې څو ځله تکرار شوي دي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.