TOOSnews
اعلان
د فاریاب په بند ابګردان کې د غرق شوي ۱۹ کلن ځوان جسد تر اوسه پورې نه دی موندل شوی.
افغانستانټوس نیوز

د فاریاب په بند ابګردان کې د غرق شوي ۱۹ کلن ځوان جسد تر اوسه پورې نه دی موندل شوی.

۱۵ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

فاریاب ولایت کې ځایي سرچینې وایي چې د پښتون کوټ ولسوالۍ د سرحوض د ابو په بند کې د یوه ۱۹ کلن ځوان له ډوبېدو څو ورځې تېرې شوې،خو د هغه د جسد د موندلو لټون لاهم روان دی.

د سرچینو په وینا، دغه ځوان «مهربان» نومېده او د میمنې ښار د خواجه پای‌تخت کلي اوسېدونکی و. نوموړی د غبرګولي ۱۰ مه په یاد بند کې ډوب شوی و او تر اوسه یې جسد نه دی موندل شوی.

ځايي سرچینې وایي چې په تېرو ورځو کې یو شمېر لامبو وهونکو او ولسي ځواکونو د نوموړي د جسد د موندلو لپاره هڅې کړي دي، خو د اوبو د ډېر ژوروالي او د سیمې د سختو شرایطو له امله دا هڅې تر اوسه بې‌پایلې پاتې شوي دي.

په ورته وخت کې راپورونه ښيي چې د طالبانو تر ادارې لاندې د اطفائیې مرکزي ریاست د ژغورنې او مرستې یو ځانګړی ټیم، له ځانګړو لټونیزو او ژغورنیزو وسایلو سره، له کابل څخه فاریاب ته استول شوی ترڅو د جسد د موندلو بهیر چټک کړي.

د مهربان کورنۍ هم له مسلکي لامبو وهونکو، ژغورونکو ځواکونو او هغو کسانو څخه چې د اوبو د ژغورنې په عملیاتو کې تجربه لري، غوښتنه کړې چې د دوی د زوی د جسد په موندلو او انتقال کې ورسره مرسته وکړي.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې په وروستیو اوونیو کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د ډوبېدو پېښې زیاتې شوي دي. تر دې وړاندې هم په دایکنډي کې دوه وروڼه او په کاپیسا او غزني ولایتونو کې شپږ نورو کسانو د اوبو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی و.

د سیمې اوسېدونکو له اړوندو ادارو غوښتنه کړې چې د ژغورنې د وسایلو په برابرولو، په خطرناکو سیمو کې د خبرداریو نښو په لګولو او د عامه پوهاوي په زیاتولو کې جدي پاملرنه وکړي، ترڅو د ورته پېښو د تکرار مخه ونیول شي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.