TOOSnews
اعلان
د ننګرهار په رودات ولسوالۍ کې د یوه ښوونکي مړی موندل شوی.
افغانستانټوس نیوز

د ننګرهار په رودات ولسوالۍ کې د یوه ښوونکي مړی موندل شوی.

۱۳ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د ننګرهار ولایت ځايي سرچینې وایي چې د دې ولایت په رودات ولسوالۍ کې د یوه ښوونکي مړی موندل شوی دی.

یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې څرګند شي، رسنیو ته ویلي چې د دغه ښوونکي چې«واحد الله»نونېده،مړی یې دوشنبې د غبرګولي ۱۱مه، د روداتو ولسوالۍ د «بار» کلي په کرنیزو ځمکو کې موندل شوی دی.

د سرچینې په وینا، واحدالله په یوه دولتي ښوونځي کې ښوونکی و او دوه ورځې وړاندې ورک شوی و.

په ننګرهار کې د طالبانو ځايي چارواکو تر اوسه د دې پېښې د څرنګوالي او احتمالي انګېزې په اړه څه نه دي ویلي.

د دغه ښوونکي د مړینې اصلي لامل لا هم نه دی روښانه، خو ځايي سرچینې اټکل کوي چې ښايي نوموړی وژل شوی وي.

د دې پېښې په اړه نورې څېړنې لا هم روانې دي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.