د افغانستان د ملي مقاومت جبهې اعلان کړی چې د دې جبهې ځواکونو د بغلان ولایت په فرنګ ولسوالۍ کې د طالبانو پر ضد عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې د دې جبهې په وینا ۴ طالب غړي وژل شوي او ټپیان شوي دي.
د ملي مقاومت جبهې د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، دا عملیات د غبرګولي ۲۲مه د جمعې په ماښام د بغلان ولایت په فرنګ ولسوالۍ کې ترسره شوي دي. په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د مقاومت ځواکونو د طالبانو پر ضد یو لړ «هدفمند عملیات» ترسره کړي دي.
جبهه ادعا کوي چې د دې عملیاتو په ترڅ کې یو طالب وژل شوی او درې نور غړي یې ټپیان شوي دي. همدارنګه په خبرپاڼه کې راغلي چې د طالبانو یو نظامي واسطه هم د دې برید په جریان کې له منځه وړل شوې ده.
د ملي مقاومت جبهې په وینا، دا عملیات د شپې شاوخوا ۱۲ بجې ترسره شوي او د دوی ځواکونو ته هېڅ زیان نه دی اوښتی.
دغه جبهه همدارنګه ټینګار کوي چې یاد عملیات په وروستیو دوو ورځو کې د افغانستان په شمال ختیځو ولایتونو کې د مقاومت ځواکونو درېیم برید ګڼل کېږي. تر دې وړاندې هم د مقاومت جبهې په بغلان او بدخشان ولایتونو کې د طالبانو پر ضد د دوو نورو عملیاتو خبر ورکړی و.
طالبانو تر اوسه د دغو ادعاوو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی او په خپلواکه توګه هم د دې پېښې جزئیات نه دي تایید شوي.
لیکواله:سلیمه آریايي








