برونو لمارکي، د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي د مرستیال په توګه د افغانستان لپاره، د سې شنبې په ورځ کابل ته ورسېد او په رسمي ډول یې خپله دنده پیل کړه. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) اعلان کړی چې نوموړی به په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ټولو ادارو، صندوقونو او پروګرامونو د فعالیتونو د همغږۍ مسوول وي.
یوناما د سېشنبې په ورځ، د غبرګولي ۲۶مه، په یوه بیانیه کې وویل چې برونو لمارکي خپله رسمي دنده په افغانستان کې پیل کړې ده. د دې بیانیې له مخې، د هغه ټاکنه د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوټریش له خوا شوې ده.
برونو لمارکي د اندریکا راتواتې ځای ناستی دی او د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي د ماموریت مشري په افغانستان کې پر غاړه اخلي.
نوموړي تر دې مخکې، له ۲۰۲۲ څخه تر ۲۰۲۶ پورې، د ملګرو ملتونو د سولې په ماموریت کې د کانګو دیموکراټیک جمهوریت لپاره د سرمنشي د ځانګړي استازي د مرستیال په توګه دنده ترسره کړې وه او هم مهاله یې هلته د استوګنې همغږي کوونکي او د بشري مرستو د چارو همغږي کوونکي مسوولیت هم درلود.
لمارکي همدارنګه د ملګرو ملتونو په سیاسي دفتر کې په هایتي کې د سرمنشي د ځانګړي استازي د مرستیال او د بشري چارو د همغږي کوونکي په توګه کار کړی او د دې ادارې په بېلابېلو برخو کې یې بېلابېل مسوولیتونه پر غاړه لرل.
هغه د ملګرو ملتونو په پراختیايي پروګرام کې هم د کړکېچ د مدیریت د دفتر د مرستیال په توګه دنده ترسره کړې او د بحرانونو د مدیریت او ځواب ویلو په بېلابېلو ماموریتونو کې یې رول لوبولی دی.
برونو لمارکي د خپلې مسلکي دندې په جریان کې سومالیا، هایتي، فلسطین او کمبوډیا ته د کاري ماموریتونو لپاره سفرونه کړي دي. نوموړي تر ۱۹۹۲ کال مخکې، چې له ملګرو ملتونو سره یوځای شو، په هایتي او ایتوپیا کې له یوې نړیوالې غیر دولتي موسسې سره همکاري کوله.
دا د ملګرو ملتونو چارواکی د استوایي کرنې په برخه کې د فرانسې د انجینرۍ سند لري او په فرانسوي او انګلیسي ژبو پوهېږي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یوناما ماموریت د ۲۰۲۷ کال تر جون میاشتې پورې غځولی دی.
برونو لمارکي په داسې حال کې په افغانستان کې خپله دنده پیلوي چې دغه هېواد لا هم د نړۍ له تر ټولو جدي بشري بحرانونو سره مخ دی. میلیونونه کسان په افغانستان کې د فقر په شرایطو کې ژوند کوي او د وګړو یوه مهمه برخه د خپلو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره پر بشري مرستو متکي ده.
لیکواله:سلیمه آریایي








