TOOSnews
اعلان
طالبانو او چین د واخان دهليز او خبرنيزو همكاريو په اړه خبرې وكري.
نړۍټوس نیوز

طالبانو او چین د واخان دهليز او خبرنيزو همكاريو په اړه خبرې وكري.

۲۴ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

په چین کې د طالبانو سفیر بلال کریمي د دغه هېواد د سي‌ايسي‌ای‌ار تحقیقاتي مرکز له مشر فوشیاوچینګ سره په لیدنه کې د څېړنیزو همکاریو، د واخان دهلیز او سیمه‌ییزو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړي دي.

په چین کې د طالبانو سفارت شنبې (د غبرګولي ۲۳مه) پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي، چې په دې لیدنه کې د متقابل باور او درناوي پر بنسټ د اړیکو او همکاریو پر لا پیاوړتیا ټینګار شوی دی.

د طالبانو په وینا، دواړو لورو د سیمه‌ییزو همکاریو د پراختیا او د علمي او څېړنیزو مرکزونو ترمنځ د ګډو هڅو د همغږۍ په اړه هم بحث کړی دی. همداراز، دواړو خواوو هیله څرګنده کړې چې دا ډول علمي او څېړنیزې ناستې به د متقابلو همکاریو د لا پیاوړتیا لامل شي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.