د طالبانو تر واک لاندې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت اعلان کړی، چې د هېواد په کچه به په ۱۳ دولتي ادارو او وزارتونو کې د مکتوبونو او اسنادو د ډیجیټل مدیریت سیسټم پلي کوي.
دغه وزارت د دوشنبې په ورځ، د غبرګولي ۱۸مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د یاد سیسټم د تطبیق لپاره لازمې چارې پیل شوي دي او ټاکل شوې چې په تدریجي ډول په اړوندو ادارو کې عملي شي.
د خبرپاڼې له مخې، د وزارت مالي او اداري مرستیال محمد امین جان عمري په کابل کې د ډیجیټل حکومتولۍ له عمومي رییس عبدالرحمن صافي او د اړوندو ادارو له مسوولینو سره د سیسټم د تطبیقي پلان په اړه خبرې کړي دي.
عمري ویلي، د اړتیا په صورت کې به د سیسټم د لا اغېزمنتیا او پیاوړتیا لپاره لازم تخنیکي بدلونونه هم راوستل شي.
بلخوا، د ډیجیټل حکومتولۍ عمومي رییس عبدالرحمن صافي ویلي چې د دولتي ادارو او وزارتونو د معلوماتي ټکنالوژۍ مسؤلینو ته به ځانګړي روزنیز ورکشاپونه جوړ شي، څو کارکوونکي له نوي سیسټم سره بلد او د پلي کېدو بهیر یې اسانه شي.
د طالب چارواکو په وینا، د اسنادو او مکتوبونو د ډیجیټل مدیریت دغه سیسټم شاوخوا یوه میاشت وړاندې د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د اقتصادي کمیسیون له لوري تصویب شوی و.
له تصویب وروسته د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ته دنده سپارل شوې چې یاد سیسټم په تدریجي ډول په ټاکل شویو دولتي ادارو او وزارتونو کې پلي کړي.
لیکوال:سعید سمیر








