د طالبانو رژيم د پوليسو لپاره د «شرطې» اصطلاح له کارولو وروسته، اوس د ترافيک پوليسو نوم هم بدل کړی دی.
د طالبانو د کورنيو چارو وزارت د تازه پرېکړې له مخې، تر دې وروسته به ترافيک پوليسو ته «د عبور او مرور شرطه» ويل کېږي.
دغه بدلون د طالبانو د ادارې د هغو هڅو په دوام ترسره شوی چې په حکومتي ادارو او امنيتي بنسټونو کې د ځينو اصطلاحاتو او نومونو د بدلولو لپاره يې پيل کړې دي.
تر اوسه د طالبانو د کورنيو چارو وزارت د دې نومبدلون د موخې او جزئياتو په اړه نور معلومات نه دي خپاره کړي.
لیکوال:سعید سمیر








