د پکتیا ولایت د څمکنیو ولسوالۍ د هغو کورنیو غړي چې د پاکستان د وروستیو بریدونو له امله یې خپل عزیزان له لاسه ورکړي یا ټپیان شوي، وايي چې د طالبانو له لوري ورکړل شوې څو زره افغانیو مرستې د دوی د ستر غم او تاوان جبران نهشي کولی.
یادې کورنۍ زیاتوي چې د مالي مرستو پر ځای باید د داسې پېښو د تکرار د مخنیوي لپاره جدي او اغېزناک اقدامات وشي. د دوی په وینا، د خپلو کورنیو د غړو مرګ او ټپونه داسې ژور درد دی چې یوازې پیسې یې نشي رغولی.
د قربانیانو خپلوان له اړوندو چارواکو غوښتنه کوي چې د پولې په اوږدو کې امنیتي تدابیر لا سخت کړي او د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره عملي ګامونه پورته کړي، څو نورې کورنۍ د ورته تراژیدیو سره مخ نه شي.
د سیمې اوسېدونکي هم ټینګار کوي چې د سرحدي سیمو وضعیت باید جدي وڅارل شي او د ملکي خلکو د ژوند د خوندیتوب لپاره دوامداره پالیسي جوړه شي.
لیکوال:سعید سمیر








