ذبیح الله مجاهد، د طالبانو ویاند، له رسنیو سره په ځانګړې مرکه کې هغه راپورونه رد کړ چې ګواکې د طالبانو تر ادارې لاندې په توقیفخونو او زندانونو کې شکنجه او ناوړه چلند شتون لري. نوموړي وویل چې د دې ډلې د قوانینو له مخې د تورنو کسانو هر ډول ځورونه او اذیت منع دي.
مجاهد د افغانستان انټرنشنل د ارشدې مسئولې نویدې خوشبو سره په خبرو کې وویل چې د نیولو، توقیف او خوشې کولو له پړاوونو څخه تر پایه پورې هېڅ ډول شکنجه نه ترسره کېږي. هغه ټینګار وکړ چې د بندیانو د نیولو او ساتلو په ټولو پړاوونو کې شکنجه منع ده او په استخباراتي ادارو، پولیسو او زندانونو کې دا ډول کړنې نه شته.
د طالبانو ویاند د «شکنجې» او «قانوني سزا» ترمنځ توپیر وکړ او ویې ویل چې هر ډول سزا یوازې د شریعت د احکامو او د جرم د ډول له مخې ورکول کېږي، نه په خپلسرې توګه.
هغه زیاته کړه چې که د کوم مأمور یا مسئول له لوري د شکنجې یا ناوړه چلند کومه پېښه ثابته شي، نو د موجوده قوانینو له مخې به ورسره چلند وشي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې نړیوالو بنسټونو او د بشري حقونو سازمانونو په خپلو بېلابېلو راپورونو کې په افغانستان کې د بندیانو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې ده.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه وروستي راپور کې ویلي چې د طالبانو د چارواکو او ځواکونو له لوري د ښځو پر وړاندې د جنسي تاوتریخوالي پېښې ثبت شوې دي. د راپور له مخې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) دفتر په ۲۰۲۵ کال کې د ۱۵ ښځو او ۶ نجونو پر وړاندې د جنسي تاوتریخوالي ۲۱ پېښې، چې ډلهییز جنسي تېری هم پکې شامل دی، مستندې کړې دي.
همدارنګه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ویلي چې یو شمېر ښځې او نجونې، چې د طالبانو د پالیسیو پر ضد یا د جنسیتي محدودیتونو په مخالفت کې فعالې وې، په خپلسرې توګه نیول شوې او د بند پر مهال له ناوړه چلند، شکنجې او جنسي تاوتریخوالي سره مخ شوي دي.
خو ذبیح الله مجاهد دا راپورونه رد کړل او ویې ویل چې د طالبانو په زندانونو کې د شکنجې او ناوړه چلند په اړه مطرح شوې ادعاوې «له حقیقت څخه لرې» دي او دا ډله یې نه مني.
لیکواله:سلیمه آریایي








