د کندهار ولایت د سپین بولدک له لارې ۱۹۹ افغان بندیان، چې تازه د پاکستان له زندانونو خوشې شوي وو،پنج شنبې د غبرګولي ۱۴ مه د طالبانو اړوندو ادارو ته وسپارل شول.
د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو ادارې په وینا، په دې ډله کې ښځې او ماشومان هم شامل دي، چې د پاکستان د کراچۍ ښار په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو. یادې ادارې ویلي، دغه کسان شاوخوا شپږ میاشتې د پاکستان په زندانونو کې پاتې شوي دي.
راپور زیاتوي چې د بند پر مهال له ځینو بندیانو څخه شخصي توکي او نغدې پیسې هم اخیستل شوې دي. د طالبانو د معلوماتو له مخې، د خوشې شویو کسانو ډېری د افغانستان د شمالي ولایتونو اوسېدونکي دي، چې د بېلابېلو لاملونو له کبله پاکستان ته تللي او وروسته هلته نیول شوي وو.
بل لوري ته، د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي چې په یوه جلا پېښه کې ۷۹ نور افغان کډوال هم د پاکستان له زندانونو خوشې شوي او د تورخم دروازه له لارې هېواد ته ستانه شوي دي.
لیکوال:سعید سمیر








