ایراني چارواکو ویلي، د ایران د پخواني مذهبي مشر علي خامنهيي د جنازې او ښخولو په مراسمو کې د ګډون لپاره یې ۲۵۰۰ افغان وګړو ته د دوغارون له پولې د ننوتلو اووه ورځنۍ ویزې صادرې کړې دي.
د ایران د خراسان رضوي ولایت د بهرنیو اتباعو او کډوالو چارو عمومي رییس جعفر سیدابادي ویلي، د دغو ویزو اعتبار اووه ورځې دی او افغانان کولای شي د چنګاښ د ۱۴مې او ۱۵مې نېټې ترمنځ په قانوني ډول د دوغارون له لارې ایران ته داخل شي.
د هغه په وینا، هغه افغانان چې د خامنهيي د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره مشهد ته ځي، باید د چنګاښ د ۲۰مې او ۲۱مې نېټې ترمنځ بېرته د همدې ځمکنۍ پولې له لارې افغانستان ته ستانه شي.
سیدابادي زیاته کړې، چې د مشهد ښار په ۱۲ بېلابېلو ځایونو کې د افغان مېلمنو د هرکلي، استوګنې او مېلمستیا لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې شوي دي.
لیکوال:سعید سمیر








