TOOSnews
اعلان
په هرات کې د ولسي لاریونونو پر مهال ۳۰ کسان نیول شوي.
افغانستانټوس نیوز

په هرات کې د ولسي لاریونونو پر مهال ۳۰ کسان نیول شوي.

۱۹ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د عیني شاهدانو او ولسي سرچینو د معلوماتو له مخې، طالبانو د سې‌شنبې په ورځ د هرات ښار د ولسي لاریونونو پر مهال ۳۰ کسان نیولي دي.

د دغو سرچینو په وینا، د طالبانو ځواکونو د لاریونونو پر مهال یو شمېر لاریون کوونکي وهلي او ټکولي دي. همدارنګه راپورونه وایي چې د طالبانو د ځواکونو د ډزو له امله ځینې لاریونکوونکي ټپیان شوي دي.

ځایي سرچینې وایي چې تر اوسه د نیول شویو کسانو د وضعیت او د هغوی د ساتنې د ځای په اړه کوم جزییات نه دي خپاره شوي. د طالبانو چارواکو هم د دې خبر تر خپرېدو پورې د یادې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې وړ ده چې د دې پېښې په اړه خپاره شوي معلومات د عیني شاهدانو او ولسي سرچینو پر څرګندونو ولاړ دي، او د نیول شویو او ټپیانو د دقیق شمېر په اړه لا تر اوسه خپلواک او تایید شوې معلومات نه دي ترلاسه شوي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.