TOOSnews
اعلان
۲۸ کلنه پاکستانۍ ټیک‌ټاکره د وسله‌والو کسانو له خوا د ډزو هدف وګرځېده.
نړۍټوس نیوز

۲۸ کلنه پاکستانۍ ټیک‌ټاکره د وسله‌والو کسانو له خوا د ډزو هدف وګرځېده.

۲۶ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

۲۸ کلنه پاکستانۍ ټک‌ټاکره، شمسو بي بي، چې په ټیک‌ټاک کې یې د عایشې او ګیله‌منې په نومونو فعالیت کاوه، د راولپنډي ښار په تکسیلا سیمه کې د موټرسایکل سپرو وسله‌والو له لوري په ډزو ووژل شوه. په دې پېښه کې د هغې ۱۵ کلنه خور هم ټپي شوې ده.

د راولپنډي پولیسو ویلي چې دا پېښه د جمعې ورځ، د زمري ۲۳مې، له غرمې وروسته د تکسیلا په سیمه کې رامنځته شوې ده. د پولیسو د معلوماتو له مخې، شمسو بي‌بي له خپلې خور او ورور سره په شخصي موټر کې له کوره وتلې وه چې په لاره کې وسله‌والو د هغوی موټر هدف ګرځولی.

د پولیسو په وینا، بریدګر له ډزو وروسته له سیمې تښتېدلي. د شمسو بي‌بي ۱۵ کلنه خور په دې برید کې ټپي شوې او د درملنې لپاره روغتیايي مرکز ته لېږدول شوې. پولیسو د پېښې د څرنګوالي، د وژنې د انګېزې او د بریدګرو د پېژندنې په اړه تحقیقات پیل کړي دي.

د شمسو بي‌بي پلار پولیسو ته په ثبت شوې عریضه کې ویلي چې کورنۍ یې اصلاً د خیبر پښتونخوا ایالت اوسېدونکې ده او اوس د اسلام‌اباد ترڅنګ د فیصل هیلز په سیمه کې ژوند کوي. هغه ویلي چې لور یې له شاوخوا ۳ تر ۴ کلونو پورې په ټیک‌ټاک کې فعالیت کاوه او نږدې ۱.۳ میلیونه پلویان یې لرل.

د ثبت شوي شکایت له مخې، د دې وژنې په قضیه کې د دوو کسانو نومونه د تورنو په توګه ثبت شوي دي. د شمسو بي‌بي پلار ویلي چې لور یې له دغو دوو کسانو سره، چې جاوېد او کوثر نومېږي، مالي راکړه ورکړه لرله او د پیسو د بېرته ورکولو په تړاو یې مخکې د مرګ ګواښونه هم ترلاسه کړي وو.

د راولپنډي پولیسو ویلي چې د دغو ادعاوو او د قضیې اړوند نورو شواهدو ارزونه روانه ده. تر اوسه پولیسو د تورنو کسانو د نیول کېدو یا د تحقیقاتو د وروستۍ پایلې په اړه نور جزئیات نه دي خپاره کړي.

دا په دې سیمه کې د یوې ټیک‌ټاکرې لومړنۍ وژنه نه ده. د راولپنډي پولیسو ویلي چې د جولای په میاشت کې هم د علي‌رضا په نوم یو ټیک‌ټاکر د همدې سیمې په شاوخوا کې وژل شوی و؛ خو د دغو دوو پېښو ترمنځ د احتمالي اړیکې په اړه کوم جزئیات نه دي ورکړل شوي.

په یوه ورته پېښه کې، ثنا جاوېد، چې په «آوټ لوفره» نوم مشهوره ټیک‌ټاکره وه، د روان کال د وري میاشتې په ۲مه په اسلام‌اباد کې په ډزو ووژل شوه. پولیسو هغه مهال ویلي وو چې د ثنا مېړه، محمد صادق، د هغې د وژنې اصلي مظنون و او له ډزو وروسته یې د پېښې په ځای کې ځان وژنه کړې وه.

پولیس لا هم د شمسو بي‌بي د وژنې د اصلي انګېزې او د ډزو کوونکو د هویت په اړه وروستۍ پایلې ته نه دي رسېدلي. د پېښې په اړه تحقیقات روان دي او ویل شوي چې د څېړنو له بشپړېدو وروسته به نور جزئیات له خلکو سره شریک شي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.