ځايي سرچینې په کابل ښار کې وایي چې یو سړي د بېکارۍ او بېوزلۍ پر ضد د اعتراض په توګه د سېشنبې په ورځ د غویي ۲۹مه، د هوايي ډګر سړک ته نږدې ځان ته اور اچولی دی.
د عیني شاهدانو په وینا، دغه پېښه د کابل ښار په لسمه ناحیه کې د آریا ښارګوټي درېیم فاز ته څېرمه رامنځته شوې ده. شاهدان وایي چې دغه سړي ځان د کابل د انجینرۍ پوهنځي فارغالتحصیل معرفي کړی او ویلي یې وو چې له بېلابېلو ادارو سره د اړیکو او غوښتنو سره یې دنده نه ده موندلې.
د شاهدانو د روایت له مخې، نوموړي تر دې اقدام وړاندې د بېوزلۍ، بېکارۍ او اقتصادي فشارونو شکایت کاوه او ویل یې چې نور کور ته د ستنېدو او خپلې کورنۍ ته د ځواب ویلو توان نه لري.
ځايي سرچینې وایي چې د سیمې اوسېدونکو اور مړ کړی او دغه سړی یې ژغورلی دی. د دوی په خبره، د نوموړي بدن سخت سوځېدلی و او د خلکو له اړیکې وروسته د شیخ زاهد روغتون امبولانس هغه روغتون ته لېږدولی. تر اوسه د هغه د هویت او روغتیايي وضعیت په اړه کره معلومات نه دي خپاره شوي.
د پېښې له ځایه خپاره شوي انځورونه یو سړی ښيي چې د بدن ځینې برخې یې سوځېدلې دي او ګڼ خلک یې شاوخوا راټول شوي دي. په دغو انځورونو کې ځینې کسان د اور د مړ کولو لپاره د اوبو بوشکې په لاس کې لري.
که تاسو یا کوم څوک چې پېژنئ، له سختې ناهیلۍ یا ځان ته د زیان رسولو له فکرونو سره مخ وي، نو له یوه باوري کس، سلاکار یا د رواني روغتیا له متخصص سره خبرې کول مرسته کولی شي. په افغانستان کې د مرستې ترلاسه کولو لپاره له ۱۱۹ شمېرې سره هم اړیکه نیولای شئ.
لیکواله:سلیمه آریایي








