د جرمني د لایپزیګ هوايي ډګر ته نږدې له شاوخوا ۵۰ ګرامه چاودېدونکي موادو سره ډرون موندل شوې.
د جرمني رسنیو راپور ورکړی چې د لایپزیګ/هاله هوايي ډګر ته نږدې یو ډرون موندل شوې چې ښايي شاوخوا ۵۰ ګرامه پوځي استعمال لرونکي چاودېدونکي مواد یې لېږدول.
د NDR او WDR شبکو او د «زوددویچه سایتونګ» ورځپاڼې د ګډ راپور له مخې، دغه ډرون د اګست په ۱۴مه د لایپزیګ هوايي ډګر لوېدیځ لوري ته په یوه سیمه کې موندل شوې؛ دا پېښه په دغه هوايي ډګر کې د ډرون له پېښې شاوخوا ۱۰ ورځې وروسته رامنځته شوې ده.
د دغو رسنیو د امنیتي سرچینو په وینا، موندل شوي مواد ښايي هګزوژن (RDX) وي؛ دا یو ډول پیاوړي چاودېدونکي مواد دي چې په پوځي چارو کې کارول کېږي او اندازه یې شاوخوا ۵۰ ګرامه اټکل شوې ده.
تر دې مخکې، د اګست په ۴مه هم د لایپزیګ/هاله هوايي ډګر په محدوده کې د ډرون یوه پېښه شوې وه. د دغې پېښې پر مهال یوه ډرون چې چاودېدونکي مواد یې لېږدول، وموندل شوه. همدارنګه راپورونه خپاره شوي وو چې ښايي یوه ډرون د DHL شرکت له یوې باروړونکې الوتکې سره ټکر کړی وي.
خو د جرمني چارواکو تر اوسه د دغو پېښو د عامل او د موندل شویو ډرونونو ترمنځ د احتمالي تړاو په اړه وروستۍ څرګندونې نه دي کړي. همدارنګه، په دې پېښه کې د روسیې د احتمالي لاس لرلو په اړه خپاره شوي راپورونه تر اوسه په رسمي ډول نه دي تایید شوي.
لیکواله:سلیمه آریایي








