TOOSnews
اعلان
ازبکستان کې له افغانستان څخه قاچاق شوي نږدې ۵۰ کیلوګرامه نشه‌يي توکو کشف او ضبط شوي.
نړۍټوس نیوز

ازبکستان کې له افغانستان څخه قاچاق شوي نږدې ۵۰ کیلوګرامه نشه‌يي توکو کشف او ضبط شوي.

۱۷ تله ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د ازبکستان د ملي امنیت ادارې د نږدې ۵۰ کیلوګرامه نشه‌يي توکو د کشف او نیولو خبر ورکړی، چې د یادې ادارې په وینا، له افغانستان څخه دغه هېواد ته لېږدول شوي وو.

د ازبکستان امنیتي چارواکو ویلي، دغه نشه‌يي توکي د حیرتان په سرحدي بندر کې د یوه باروړونکي موټر د تلاشي پر مهال کشف شوي دي. د دوی په وینا، نشه‌يي توکي په ۹۸ بستو کې ځای پر ځای شوي وو او د موټر په بېلابېلو برخو کې په ماهرانه ډول پټ شوي وو.

د خپرو شویو معلوماتو له مخې، په دې قاچاقي جوپه کې چرس او تریاک شامل وو. د نشه‌يي توکو بستې په پلاستیکي پوښ او المونیمي ورقو کې تاو شوې او په چسپ کلکې تړل شوې وې.

ازبکستاني چارواکو د دې پېښې په تړاو جنایي دوسیه پرانیستې ده. د دغه هېواد امنیتي او څېړنیزې ادارې هڅه کوي چې د دې جوپې اصلي تنظیموونکي او په قاچاق کې نور ښکېل کسان وپېژني او ونیسي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د ازبکستان ګمرک د څه باندې ۵۲ کیلوګرامه نشه‌يي توکو د کشف او نیولو خبر ورکړی و. دغه جوپه هم د سره سمندر په سیمه کې د یوه باروړونکي موټر د تلاشي پر مهال کشف شوې وه.

لیکواله:رویا ستانکزي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.