د «نیویارک ټایمز» ورځپاڼې د یوه پاکستاني پوځي چارواکي له قوله راپور ورکړی چې د پاکستان هوايي ځواک جنګي الوتکې په یمن کې د حوثي وسلهوالو پر ضد د سعودي عربستان په هوايي بریدونو کې برخه اخلي.
د راپور له مخې، د امریکا د دفاعي استخباراتو د ادارې پخوانی شنونکی ډېوېډ سمېت وايي، د شنونکو د ارزونو پر بنسټ شاوخوا ۸ زره پاکستاني پوځیان اوس مهال په سعودي عربستان کې مېشت دي. د نوموړي په وینا، په دغو ځواکونو کې د هوايي ځواک او هوايي دفاع سرتېري هم شامل دي چې تر ډېره د سعودي د نفتي تاسیساتو د ساتنې او د بریدونو د مخنیوي لپاره کارول کېږي.
یو بل پاکستاني چارواکي هم ویلي چې د اسلاماباد ونډه د حوثیانو د توغندیزو او ډرون بریدونو پر وړاندې هوايي ملاتړ ته محدوده ده او پاکستان په یمن کې په ځمکنیو عملیاتو کې ګډون نه کوي.
د راپور له مخې، کارپوهان باور لري چې پاکستان هڅه کوي له ایران سره د خپلو ډیپلوماټیکو اړیکو د ساتلو لپاره له حوثیانو سره له مستقیمې ځمکنۍ جګړې ډډه وکړي. د پاکستان پوځ په دې اړه له تبصرې ډډه کړې ده.
خو د پاکستان د اطلاعاتو او نشراتو وزارت د «نیویارک ټایمز» راپور رد کړی او ویلي یې دي چې هغه راپور چې ګواکي د پاکستان هوايي ځواک د حوثیانو پر ضد کارول شوی، «جعلي او له ځانه جوړ شوی» دی.
دا راپور وروسته له هغې خپرېږي چې حوثي وسلهوالو په سعودي عربستان کې د ریاض پر دوو هوايي ډګرونو د بریدونو مسوولیت ومانه. د سعودي د ملکي هوايي چلند ادارې ویلي چې په دغو بریدونو کې لږ تر لږه درې کسان وژل شوي او ۳۶ نور ټپیان شوي دي.
د راپورونو له مخې، د دغو بریدونو په ځواب کې د سعودي په مشرۍ پوځي ایتلاف په یمن کې د حوثیانو پر پوځي مرکزونو او د توغندیو پر زېرمو هوايي بریدونه کړي دي.
لیکوال:سعید سمیر








