TOOSnews
اعلان
د بریټانیا د اعیان مجلس غړې د افغان نجونو د حقونو د دفاع لپاره د نړیوالې اجماع غوښتنه وکړه.
نړۍټوس نیوز

د بریټانیا د اعیان مجلس غړې د افغان نجونو د حقونو د دفاع لپاره د نړیوالې اجماع غوښتنه وکړه.

۲ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

بارنوس فیونا عاجسون، د برېټانیې د اعیان مجلس غړې، د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د ښځو وضعیت «ناورین» بللی او د افغانستان د ښځو د حقونو د ملاتړ لپاره یې د نړیوالې اجماع د رامنځته کېدو غوښتنه کړې ده.

هغې ویلي، د ښځو په اړه د طالبانو تګلارو ښځې له ټولنې څخه ګوښه کړي او افغانستان یې د ښځو له ستر بشري ظرفیت څخه بې‌برخې کړی دی. د هغې په وینا، دغو محدودیتونو جدي ټولنیزې او بشري پایلې رامنځته کړې دي.

بارونس هاجسون ټینګار کړی چې د اوسني وضعیت د بدلون لپاره پر طالبانو فشار راوستل ضروري دي. هغې همداراز ویلي، طالبان د ښځو حقونه «لوېدیځه موضوع» ګڼي، حال دا چې د افغانستان ښځو له کلونو راهیسې د خپلو حقونو لپاره مبارزه کړې ده.

هغې دغه محدودیتونه د بشري حقونو له اساسي اصولو سره په ټکر کې بللي او خبرداری یې ورکړی چې د دې وضعیت دوام به په افغانستان کې بشري بحران نور هم سخت کړي.

د برېټانیې د اعیان مجلس دغې غړې همداراز ویلي، له طالبانو سره خبرې او اړیکې باید د دې ډلې د سیاسي مشروعیت ورکولو په معنا ونه ګڼل شي. هغې زیاته کړې چې د نړۍ د نورو جګړو او بحرانونو له امله د افغانستان وضعیت ته نړیواله پاملرنه کمه شوې ده.

بارونس هاجسون په پای کې ټینګار کړی چې د افغانستان د ښځو اساسي حقونه باید د نړیوالې ټولنې له اجنډا ونه وځي، او د موجودو ستونزو، په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو د حل لپاره پراخې نړیوالې همکارۍ او اجماع ته اړتیا ده.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.