TOOSnews
اعلان
په ارزګان کې د ګوزڼ یوه مثبته پېښه ثبت شوې.
افغانستانټوس نیوز

په ارزګان کې د ګوزڼ یوه مثبته پېښه ثبت شوې.

۲۳ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

روغتیايي سرچینې په ارزګان کې وایي چې د دې ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د ګوزڼ (پولیو) یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده.

د ارزګان د عامې روغتیا ریاست یوې سرچینې(پنجشنبې، د زمري ۲۲مه) تایید کړه چې یوه دوه کلنه نجلۍ په ګوزڼ اخته شوې ده.

سرچینې ویلي چې دغه نجلۍ د ترینکوټ اړوند د «سرخوم» سیمې اوسېدونکې ده.

د سرچینې په وینا، دغه ماشومه څو میاشتې وړاندې د ګوزڼ له نښو سره روغتیايي مرکز ته مراجعه کړې وه او په دې وروستیو کې یې د لابراتواري ازموینې پایله «مثبته» شوې ده.

د روغتیا نړیوال سازمان تېره اوونۍ ویلي وو چې افغانستان په روان میلادي کال کې د ګوزڼ د ۱۵ مثبتو پېښو په ثبتولو سره، په ټوله نړۍ کې د نوو ګوزڼ ناروغانو تر ټولو لوړه شمېره لري.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.