د مدني او بشري حقونو يو شمېر فعالانو د جمعې په ورځ د جرمني د کډوالۍ او پناه غوښتنې ادارې «بامف» مخې ته په بن ښار کې اعتراض وکړ او له جرمني حکومته يې وغوښتل، چې د افغان پناه غوښتونکو ايستل ودروي.
اعتراض کوونکو همداراز له جرمني چارواکو وغوښتل، چې له طالبانو سره هر ډول همکاري بنده کړي او د افغان کډوالو د خوندیتوب لپاره جدي ګامونه پورته کړي.
د دغو فعالانو په وينا، افغانستان کې اوسنی وضعيت د دې لامل کېږي، چې افغان پناه غوښتونکي له ګڼو ګواښونو سره مخ دي او بېرته ستنول يې د هغوی ژوند له خطر سره مخامخ کوي.
اعتراض کوونکو ټينګار وکړ، چې نړيواله ټولنه بايد د افغانانو د بشري حقونو او امنيت په اړه خپل مسووليت ادا کړي.
لیکوال:سعید سمیر








