د افغانستان متحدې جبهې د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د دې جبهې ځواکونو د کندهار ښار د عینو مېنې ښارګوټي په پارک کې په یوه برید کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې یو غړی وژلی دی.
دې جبهې د برید د شېبې یوه ویډیو هم خپره کړې ده. په دې ویډیو کې یو موټرسایکل سپور کس لیدل کېږي چې پر یوه سپین چپنه لرونکي سړي ډزې کوي؛ د هغه جامې د طالبانو د امر بالمعروف ادارې د محتسبانو له جامو سره ورته دي.
د افغانستان متحدې جبهې ادعا کړې چې د طالبانو د امر بالمعروف ادارې چارواکي له ځوانانو سره له تاوتریخوالي ډک چلند کوي او هغوی وهي، شکنجه کوي او سپکاوی یې کوي. دې جبهې اعلان کړی چې له دې وروسته به دغه کسان د دوی د ځواکونو په پوځي اهدافو کې شامل وي.
دې ډلې همداراز ویلي چې د طالبانو د امر بالمعروف ادارې پر دغه غړي برید، د دې ادارې د چارواکو پر وړاندې د افغانستان متحدې جبهې د ځواکونو لومړنی اقدام و.
طالبانو تر اوسه د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې د دغه غړي د وژل کېدو او د افغانستان متحدې جبهې د دې برید د ادعا په اړه کومه څرګندونه نه ده کړې.
لیکواله:سلیمه آریایي








