TOOSnews
اعلان
طالبان په خوست کې د ځانمرګي بریدګر لپاره یادګاري څلی جوړوي.
افغانستانټوس نیوز

طالبان په خوست کې د ځانمرګي بریدګر لپاره یادګاري څلی جوړوي.

۱ تله ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو اړوند «البدر» بنسټ، د دوشنبې په ورځ د خوست ولایت د لکنو په سیمه کې د یوه یادګاري څلي د جوړولو چارې پیل کړې. د طالبانو د چارواکو په وینا، ۱۶ کاله وړاندې په همدې ځای کې پر امریکايي ځواکونو یو ځانمرګی برید تر سره شوی و.

د طالبانو چارواکي وايي، د دې یادګاري څلي د جوړولو موخه د دې ځای د «تاریخي ارزښت» ساتل او راتلونکو نسلونو ته د بریدګر د «قربانۍ» ورپېژندل دي.

په خوست کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس، مولوي محمد صابر صابري، د څلي د جوړولو د پیل په مراسمو کې وویل چې رحمان‌الله رحماني، هغه کس چې طالبان یې د ځانمرګي برید عامل بولي، ۱۶ کاله وړاندې په همدې سیمه کې امریکايي ځواکونه په نښه کړي وو.

صابري دا ادعا هم وکړه چې د طالبانو ځانمرګي بریدونو او وسله‌والو اقداماتو په پای کې د امریکايي او ناټو ځواکونو له افغانستانه په وتلو کې مرسته کړې ده.

په خوست کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست ویلي چې د دې یادګاري څلي د جوړولو لګښت د «البدر خیریه بنسټ» له خوا ورکول کېږي.

په همدې مراسمو کې د طالبانو د «جهادي اثارو» د برخې یوه مسوول وویل چې په افغانستان کې په نورو سیمو کې هم د ورته یادګاري څلیو د جوړولو پلان شته. د هغه په وینا، ټاکل شوې چې د ځینو ځانمرګو بریدګرو د بریدونو په ځایونو او یا د هغوی د قبرونو ترڅنګ هم یادګاري څلي جوړ شي.

طالبانو تر دې وړاندې هم د یوه بل برید، چې حیات‌الله مسید ته منسوب شوی و، په ځای کې ورته یو یادګاري څلی جوړ کړی و. طالبان حیات‌الله مسید د دې ډلې لومړنی ځانمرګی بریدګر معرفي کوي.

لیکواله:رویا ستانکزی

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.