د ځینو سیمهییزو سرچینو په حواله، طالبانو نن سهار د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي پر استوګنځي څارنه ټینګه کړې او هغه کسان یې کور ته له ننوتلو منع کړي چې د کرزي لیدو ته ورغلي وو.
سرچینې وايي، د طالبانو دغه اقدام د حامد کرزي له دفتر سره له مخکېنۍ همغږۍ پرته ترسره شوی دی. تر اوسه نه حامد کرزي او نه هم طالبانو د دې پېښې د علت په اړه رسمي څرګندونې کړې دي.
د کرزي د کور د وضعیت په اړه دا راپورونه داسې مهال خپرېږي چې په وروستیو کې نوموړي د افغانستان د روان وضعیت، د نجونو د زدهکړو او نورو موضوعاتو په اړه څرګندونې کړې دي.
کرزي د وږي په ۲۹مه د افغانستان د پخواني ولسمشر او د سولې شورا د پخواني رییس برهانالدین رباني د تلین په مناسبت په یوه پیغام کې هغه «پیاوړی دیني عالم او جهادي رهبر» بللی او ویلي یې دي چې رباني د افغانستان د یووالي او سولې لپاره هڅې کولې.
نوموړي همداراز په وار وار د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو د بېرته پرانیستو غوښتنه کړې ده.
کرزي نن د ۲۰۲۶ کال په اسیایي سیالیو کې د بایسکل ځغلونې په برخه کې د افغان ورزشکارې د سپینو زرو مډال ګټلو له امله هم هغې ته مبارکي ویلې او د لا بریاوو هیله یې څرګنده کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په افغانستان کې د نجونو پر مخ د منځنیو او ثانوي ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې تړلې او پر ښځو او نجونو یې د ورزش په ګډون پر بېلابېلو برخو محدودیتونه لګولي دي.
لیکوال:سعید سمیر








