TOOSnews
اعلان
د امريكا فدرالي قاضي د افغانانو پر مهاجرتي ويزو لګول شوی بنديز لغوه كړ.
نړۍټوس نیوز

د امريكا فدرالي قاضي د افغانانو پر مهاجرتي ويزو لګول شوی بنديز لغوه كړ.

۱ وږی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د امریکا یوه فدرالي قاضي د جمعې په ورځ د ټرمپ ادارې هغه تګلاره لغوه کړه چې د افغانستان په ګډون د ۷۵ هېوادونو د اتباعو لپاره یې د مهاجرتي وېزو صدور ځنډولی و.

په منهټن کې د متحده ایالاتو د فدرالي سیمه‌ییزې محکمې قاضي جانټ وارګاس ویلي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري د ۲۰۲۶ کال په جنوري کې پلي شوې دغه تګلاره «په څرګنده توګه غیرقانوني» وه او د مهاجرت له فدرالي قوانینو سره په ټکر کې وه.

قاضي په خپل حکم کې ویلي چې یوازې د غوښتونکي د تابعیت پر بنسټ د مهاجرتي ویزې د صدور بشپړ منع کول د قانون له مخې د بهرنیو چارو وزیر له واکونو څخه سرغړونه ده.

د دغه بندیز له امله د افغانستان ترڅنګ د پاکستان، بنګله‌دېش، برازیل، کولمبیا، یوروګوای، بوسنیا، البانیا او د افریقا، منځني ختیځ او کارائیب د ګڼو هېوادونو اتباع د مهاجرتي ویزو له ځنډ سره مخ شوي وو.

د محکمې حکم د مهاجرتي ویزو هغه غوښتونکي او امریکایي اتباع اغېزمنوي چې له ټاکل شویو هېوادونو څخه یې د خپلو کورنیو غړو لپاره د مهاجرتي وېزو مالي ملاتړ کړی و. د قضیې شکایت د مهاجرینو د حقونو د څو ډلو له لوري وړاندې شوی و.

تر اوسه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د فدرالي محکمې د دغه حکم په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

دا حکم په داسې وخت کې صادرېږي چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې په امریکا کې د مهاجرت پر وړاندې سختې تګلارې پلي کړي دي. د بشري حقونو ډلو د دغو اقداماتو پر ځینو برخو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د مهاجرینو او قومي لږکیو پر وړاندې یې اندېښنې زیاتې کړي دي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.