TOOSnews
اعلان
امريكايي پوځي ترانسپورټي الوتكه مسكو كې ښكته شوې.
نړۍټوس نیوز

امريكايي پوځي ترانسپورټي الوتكه مسكو كې ښكته شوې.

۴ وږی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د رویټرز د راپور له مخې، د امریکا په نوم ثبت شوې یوه پوځي ترانسپورټي الوتکه د لاتویا له پلازمېنې ریګا څخه نېغ په نېغه د روسیې پلازمېنې مسکو ته تللې او د ونوکووا په هوايي ډګر کې ښکته شوې ده.

د الوتنو د څارنې خدمت «فلایټ‌راډر۲۴» د معلوماتو له مخې، د ۰۷-۷۱۸۱ شمېرې لرونکې بوینګ C-17 ګلوب‌ماسټر الوتکه د سې شنبې په ورځ له ریګا څخه مسکو ته الوتلې او شاوخوا د ګرینویچ پر وخت ۰۷:۰۰ بجې د مسکو په هوايي ډګر کې ناسته کړې ده.

رویټرز ویلي، په خپلواکه توګه یې نه دي تایید کړي چې الوتکې مسافر لېږدول او که بار. د کرملین له لوري هم ویل شوي چې د دغې الوتکې په اړه معلومات نه لري.

د فلایټ‌راډر۲۴ د معلوماتو له مخې، دغه الوتکه د اګست په ۲۳مه واشنګټن ډي سي ته نږدې د کېمپ سپرینګز له پوځي اډې څخه ریګا ته تللې وه.

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال په جنوري کې له اروپا څخه روسیې ته د امریکا په نوم ثبت شوې الوتکې د امریکا ځانګړی استازی سټیو ویټکاف او جېرډ کوشنر هم لېږدولي وو. کرملین تېره اونۍ ویلي وو چې مسکو ته د ویټکاف او کوشنر د احتمالي نوي سفر په اړه تر هغه وخته معلومات نه لري.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.