د طالبانو د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو مرستیال عبدالحکیم محمد نظامي د پښتونخوا له ولسونو غوښتي چې خپلې سیمې د افغانستان پر ضد د فعالیتونو لپاره د کارېدو اجازه ورنه کړي. نوموړي خبرداری ورکړی چې که له پاکستانه د افغانستان د اوسني نظم د ګډوډولو هڅې وشي، طالبان به ورته د هوايي او ځمکنیو عملیاتو له لارې ځواب ورکړي.
نظامي د طالبانو د بیا واکمنېدو د پنځمې کلیزې په مراسمو کې په ننګرهار کې د خبرو پر مهال د پښتونخوا ولسونو ته په خطاب کې ویلي چې پاکستاني پوځي رژیم ته دې اجازه ورنه کړي چې د دوی له سیمو څخه د افغانستان د اوسني نظم د ګډوډولو لپاره کار واخلي.
نوموړي ویلي چې پاکستان ته د طالبانو د «صبر کاسه» نوره ډکه شوې او که د افغانستان پر وړاندې هر ډول اقدام وشي، طالبان به یې د بېلابېلو عملیاتو له لارې پر وړاندې اقدام وکړي.
د طالبانو دغه پوځي چارواکي پر پښتونخوا مېشتو خلکو غږ کړی چې پرېنږدي سیمه یې د افغانستان خلاف فعالیتونو لپاره وکارول شي. هغه زیاته کړې چې هغه کسان به په نښه کړي چې په پاکستان کې ورته د افغانستان پر ضد د فعالیتونو لپاره مرکزونه جوړېږي.
نظامي د دغو مرکزونو د له منځه وړلو خبرداری هم ورکړی او ویلي یې دي چې د افغانستان پر وړاندې د هر ډول اقدام په صورت کې به طالبان چوپ پاتې نه شي.
د طالبانو د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو د مرستیال دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې د کابل او اسلاماباد ترمنځ اړیکې په دې وروستیو کې د افغانستان پر خاوره د پاکستان د هوايي بریدونو، امنیتي اندېښنو او متقابلو تورونو له امله ترینګلې شوي دي.
لیکوال:سعید سمیر








