TOOSnews
اعلان
عبداللّه عبدالله: شتمن كسان دې له اړمنو كورنيو سره مرستې زياتې كړي.
افغانستانټوس نیوز

عبداللّه عبدالله: شتمن كسان دې له اړمنو كورنيو سره مرستې زياتې كړي.

۶ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د افغانستان د پخواني جمهوري نظام اجراییه رییس عبدالله عبدالله د لوی اختر په مناسبت په خپل پیغام کې له سوداګرو، خیریه بنسټونو او شتمنو هېوادوالو غوښتي چې په دې مبارکو ورځو کې له بې‌وزلو او اړمنو کسانو سره خپلې مرستې زیاتې کړي.

نوموړي په خپره شوې اعلامیه کې ټینګار کړی چې شتمن کسان باید په ځانګړي ډول له هغو کورنیو سره مرسته وکړي چې له اقتصادي ستونزو سره مخ دي، هېواد ته تازه راستنې شوې کډوالې کورنۍ دي او یا هم د وروستیو طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوې دي. د هغه په وینا، دا ډول مرستې د اوسني وضعیت په شرایطو کې د هر افغان انساني او ملي مسوولیت دی.

عبدالله عبدالله زیاته کړې چې له اړمنو خلکو سره مرسته یوازې د خیر کار نه دی، بلکې د ټولنیز یووالي، ورورولۍ او اخروي اجر سبب هم ګرځي. هغه د هېواد له ټولو وګړو غوښتي چې د اختر په ورځو کې د همکارۍ او همدردۍ روحیه ژوندۍ وساتي.

په ورته وخت کې د هېواد پخواني ولسمشر اشرف غني په خپل جلا پیغام کې د افغانستان دننه روانه لوږه او بشري ناورین د جدي اندېښنې وړ بللی دی.

اشرف غني په خپل پیغام کې د هېواد پر اوسني اقتصادي او بشري وضعیت نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د خلکو ستونزې باید جدي ونیول شي، څو د لوږې او بې‌وزلۍ کچه راکمه شي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.