TOOSnews
اعلان
د بدخشان په كانونو كې د جمعه خان فاتح اړوند كسانو فعاليتونه لاهم روان دي.
افغانستانټوس نیوز

د بدخشان په كانونو كې د جمعه خان فاتح اړوند كسانو فعاليتونه لاهم روان دي.

۱۹ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د بدخشان سیمه‌ییزې سرچینې وايي، د طالبانو د مشر له لوري د سرو زرو پر استخراج د بندیز سربېره، د جمعه خان فاتح اړوند کسان لا هم د نسي ولسوالۍ په کانونو کې په پراخه کچه د سرو زرو پر استخراج بوخت دي.

د سرچینو په وینا، د جمعه خان فاتح اړوند شرکتونه د کان‌کیندنې رسمي جوازونه هم نه لري؛ خو په داسې حال کې چې د بدخشان د نورو محلي شرکتونو فعالیتونه د جواز نه لرلو له امله درول شوي، د نوموړي اړوند کسانو فعالیتونه لا هم دوام لري.

سرچینې اټکل کوي چې د دغو کسانو د کان‌کیندنې د فعالیتونو دوام ښايي له طالب مشرانو سره د جمعه خان فاتح د وروستي اختلاف د هواري پر مهال د شوي توافق یوه برخه وي.

جمعه خان فاتح شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې له طالبانو سره د وسله‌والې نښتې تر درشل پورې ورسېد، خو د قاري فصیح‌الدین په منځګړیتوب له درواز څخه فیض‌اباد او وروسته کابل ته ولاړ. نوموړي وروسته له طالبانو سره خپل اختلافات رد کړل.

بلخوا، په درواز کې د کانونو د فعالیتونو د درولو دویم پړاو د چنګاښ پر ۲۴مه په شکي ولسوالۍ کې د «مایمیک» کان د کارګرانو او د طالبانو د کانونو د مدیر عبدالـمتین ترمنځ له نښتې وروسته پیل شوی دی.

له دغې پېښې وروسته، طالبانو له کارګرانو وغوښتل چې د «قطقطي» کان هم پرېږدي او خپل تجهیزات له سیمې وباسي. قطقطي د شکي ولسوالۍ له سترو کانونو څخه دی او له څه باندې دوو میاشتو راهیسې د طالبانو او د درواز د اوسېدونکو ترمنځ د کړکېچ له مهمو مرکزونو څخه بلل کېږي.

د یوه محلي شرکت مسوول وايي، په قطقطي کان کې سلګونو کسانو د خپلو کورنیو د لګښتونو لپاره کار کاوه، خو د څو کسانو د انحصار له امله د ټولو فعالیتونه ودرول شول او د خلکو سلګونه زره افغانۍ پانګه له زیان سره مخ شوه.

د سرچینو په وینا، د طالبانو د رهبرۍ د پخواني امر له مخې په دغو کانونو کې د فعالیت لپاره رسمي جواز ته اړتیا نه وه، خو د سیمه‌ییزو چارواکو د اقداماتو او د قطقطي د کړکېچ د نه حل له امله د کانونو فعالیتونه په بشپړ ډول درول شوي دي.

یوه بله سرچینه وايي، د طالبانو د استخباراتو یوه قطعه شاوخوا یوه میاشت وړاندې سیمې ته تللې او په قطقطي کان کې یې د تخنیکي ارزونې لپاره یو پلاوی ټاکلی دی. د سرچینې په اټکل، ښايي د کان استخراج وروسته لویو او د طالبانو له لوري تایید شویو شرکتونو ته وسپارل شي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.