سرچینو د جمعې په ورځ، د زمري ۳۰مه، د افغان باتجربه خبریال محمد عارف هجران د خوشې کېدو خبر ورکړی؛ هغه له نږدې دوو کلونو بند وروسته د طالبانو له زندانه خوشې شوی دی. هجران په ۱۴۰۳ کال کې په کابل کې د طالبانو د ځواکونو له خوا نیول شوی و او وروسته د دې ډلې یوې پوځي محکمې هغه په ۱۰ کاله بند محکوم کړی و.
د طالبانو مامورینو محمد عارف هجران او بل خبریال احمد کامران د ۱۴۰۳ کال د چنګاښ په ۱۶مه د کابل ښار په خیرخانه سیمه کې ونیول. د طالبانو پوځي محکمې د همدې کال د وږي په ۲۷مه، دواړه خبریالان د دوی پر وړاندې د مطرح شویو تورونو له امله پر ۱۰، ۱۰ کاله بند محکوم کړل.
د طالبانو په پوځي محکمه کې د مطرح شویو تورونو له مخې، محمد عارف هجران د طالبانو له امنیتي پوستو او د دې ډلې له ځواکونو څخه عکسونه اخیستي او دغه انځورونه یې له افغانستان څخه بهر یوې خپرونې ته استولي وو. د هغه د قضایي بهیر او د خوشې کېدو د شرایطو په اړه تر اوسه د سرچینو له خوا نور جزیات نه دي ورکړل شوي.
محمد عارف هجران، چې د پنجشېر اوسېدونکی او په کابل کې مېشت و، د افغانستان د خبریالانو د اتحادیې غړی او د «هفتخوان» اوونیزې مسوول و. هغه تر نیول کېدو مخکې له «پنجره» اوونیزې او د افغانستان له یو شمېر نورو رسنیو سره هم همکاري کوله او د رسنیو او خبریالۍ په برخه کې یې فعالیت درلود.
د رسنیو او خبریالانو د ملاتړ بنسټونو تر دې مخکې د محمد عارف هجران نیول او محکومول غندلي او د هغه د خوشې کېدو غوښتنه یې کړې وه. د هغه خوشې کېدل له نږدې دوو کلونو بند وروسته په داسې حال کې ترسره کېږي چې د خوشې کېدو د څرنګوالي او شرایطو په اړه یې لا هم رسمي جزیات نه دي خپاره شوي.
لیکواله:سلیمه آریایي








