TOOSnews
اعلان
افغان ايواک: لا هم شاوخوا ٢۵۰ زره افغانان د خوندي انتقال په تمه دي.
نړۍټوس نیوز

افغان ايواک: لا هم شاوخوا ٢۵۰ زره افغانان د خوندي انتقال په تمه دي.

۱۰ وږی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

افغان ایواک وايي، د امریکا د پوځي ځواکونو له وتلو پنځه کاله وروسته لا هم شاوخوا ۲۵۰ زره افغانان، چې له امریکا او امریکايي ځواکونو سره یې د کار سابقه لري، له ۹۰ څخه په زیاتو هېوادونو کې د خوندي انتقال په تمه دي.

دغه سازمان د اګست ۳۰مه په خپل ځانګړي راپور کې ویلي، د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۳۰مه د کابل له حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر څخه د وروستۍ امریکايي الوتکې په وتلو سره د امریکا نږدې ۲۰ کلن پوځي حضور په افغانستان کې پای ته ورسېد.

د راپور له مخې، تورن جنرال کریس ډوناهو د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۳۰مه د شپې په ۱۱:۵۹ بجو د امریکا په وروستۍ سي-۱۷ الوتکه کې له افغانستانه ووت او د دغه هېواد وروستی امریکايي سرتېری و چې له افغان خاورې څخه ووت.

افغان ایواک وايي، د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د هغو افغانانو د انتقال موضوع پای ته ونه رسېده چې له امریکايي ځواکونو سره یې کار کړی و. د دغه سازمان په وینا، تر دې دمه له ۲۰۰ زرو ډېر افغان متحدین خوندي ځایونو ته انتقال شوي، خو شاوخوا ۲۵۰ زره نور لا هم له ۹۰ څخه په زیاتو هېوادونو کې د خپلو دوسیو د بشپړېدو او خوندي انتقال په تمه دي.

د سازمان په وینا، د امریکا د حکومت او مدني ټولنې د ګډو هڅو له لارې د «دوامدار ښه راغلاست» په نوم سیستم جوړ شوی و چې د قانوني او امنیتي ارزونو له ترسره کېدو وروسته یې له ۲۰۰ زرو ډېر کسان خوندي ځایونو ته انتقال کړل، خو وروسته د امریکا د حکومت د پرېکړې له مخې دغه سیستم بند شو.

افغان ایواک وايي، د ۲۰۲۶ کال له جنورۍ راهیسې د افغانانو لپاره یوازې یوه ځانګړې کډوالۍ ویزه صادره شوې، په داسې حال کې چې شاوخوا ۱۷۸ زره کسان د ماموریت د مشرۍ د تایید سند لري او لا هم د خپلو دوسیو د بشپړېدو په تمه دي.

دغه سازمان همداراز ویلي چې په یوه دوه‌ګوندي نظرپوښتنه کې ۸۴ سلنه امریکايي رایه ورکوونکو د هغو افغانانو او د هغوی د کورنیو په اړه د امریکا د ژمنو د عملي کولو ملاتړ کړی چې له امریکايي ځواکونو سره یې کار کړی دی. ۸۰ سلنه ګډونوالو هم ویلي چې د امریکا ملي امنیت او له خپلو ژمنو سره وفاداري له یو بل سره په ټکر کې نه دي.

افغان ایواک خبرداری ورکړی چې د قطر د «السیلیه» کمپ د سپټمبر په ۳۰مه د تړل کېدو لپاره ټاکل شوی، خو لا هم له زرو ډېر افغانان پکې ساتل کېږي چې له ۴۰۰ ډېر یې ماشومان دي.

د دغه سازمان مشر او بنسټګر شان وان‌دایور ویلي، د دوی هڅې به تر هغې دوام ولري چې د افغان متحدینو په اړه شوې ژمنې عملي شي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.