TOOSnews
اعلان
افغان ایواک د افغانانو د کډوالۍ د دوسیو د بیا څېړنې د پیل غوښتنه وکړه.
نړۍټوس نیوز

افغان ایواک د افغانانو د کډوالۍ د دوسیو د بیا څېړنې د پیل غوښتنه وکړه.

۲ وږی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

افغان‌ایواک د افغانانو د کډوالۍ دوسیو د بیا څېړنې د بهیر د پیل غوښتنه کړې.

وروسته له هغه چې په امریکا کې یوې فدرالي محکمې د ۷۵ هېوادونو د اتباعو لپاره د کډوالۍ ویزو د صادرولو بندیز غیرقانوني وباله، د افغان‌ایواک سازمان له امریکايي حکومت څخه غوښتي چې په امریکا کې د افغان غوښتونکو د کډوالۍ د دوسیو د منلو او څېړنې بهیر بېرته پیل کړي.

د افغان‌ایواک مشر، شان وندایور، د شنبې په ورځ، د زمري په ۳۱مه، په یوه اعلامیه کې له امریکايي حکومت څخه وغوښتل چې د ځانګړو کډوالۍ ویزو د غوښتونکو د دوسیو بیا څېړنه پیل کړي او د دغو دوسیو د ارزونې لپاره روښانه او مشخصې لارښوونې وړاندې کړي.

هغه له امریکايي بهرنیو چارو وزارت څخه وغوښتل چې هغه دوسیې چې د محکمې د حکم له مخې باید بیا وڅېړل شي، د یوه مشخص بهیر له مخې وارزوي، څو هغه غوښتونکي چې له دې مخکې د پرېکړې په تمه پاتې دي، د خپلو دوسیو له وضعیت څخه خبر شي.

افغان‌ایواک همداراز له امریکايي حکومت څخه غوښتي چې د امریکا د پوځ او ادارو هغه پخواني افغان همکاران چې مخکې یې د کډوالۍ ویزې ترلاسه کړي دي، د امریکا د ننوتلو له محدودیتونو څخه د معاف کسانو په لېست کې شامل کړي، څو وکولای شي متحده ایالاتو ته داخل شي.

دغه سازمان له امریکا کانګرس څخه هم غوښتنه کړې چې په افغانستان کې د امریکا د پخوانیو همکارانو او د هغوی د کورنیو د هغو غړو د دوسیو د څېړنې بهیر بشپړ کړي چې لا هم متحده ایالاتو ته د تلو په تمه دي.

دا غوښتنې په داسې مهال مطرح کېږي چې په افغانستان کې د امریکا د پوځ او ادارو زرګونه پخواني همکاران او د هغوی د کورنیو غړي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د نوې تګلارې له امله د خپلو دوسیو د برخلیک په اړه له نامعلوم وضعیت سره مخ دي.

د دغو کسانو له ډلې یو شمېر یې، چې د طالبانو له احتمالي غچ اخیستنې د اندېښنې له امله اړ شوي افغانستان پرېږدي، لا هم په افغانستان یا د سیمې په هېوادونو کې دي او د ځانګړې کډوالۍ ویزې او متحده ایالاتو ته د انتقال په تمه دي.

د هغې تګلارې له مخې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۲۶ کال د جنوري له لومړۍ نېټې څخه عملي کړې، د ۷۵ هېوادونو اتباع، چې افغانستان هم پکې شامل دی، د کډوالۍ ویزو له لارې متحده ایالاتو ته د ننوتلو له محدودیتونو سره مخ شوي دي. دغو محدودیتونو په افغانستان کې د امریکا د پوځ او ادارو پخواني همکاران هم اغېزمن کړي دي.

خو په دې وروستیو کې یوې امریکايي فدرالي محکمې حکم کړی چې دغه بندیز قانوني بنسټ نه لري او باید لغوه شي. د نیویارک د جنوبي حوزې فدرالي محکمې قاضي، ژانټ وارګاس، د جمعې په ورځ، د زمري په ۳۰مه، د ډونالډ ټرمپ د حکومت هغه تګلاره «باطله او غیرقانوني» وبلله چې له مخې یې د ۷۵ هېوادونو د اتباعو لپاره د کډوالۍ ویزو صادرول ځنډول شوي وو.

قاضي وارګاس ویلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افرادو د تابعیت پر بنسټ د دومره پراخ بندیز د لګولو لپاره لازم قانوني واک نه درلود.

محکمې همداراز استدلال کړی چې د امریکا د کډوالۍ قوانین د افرادو د تابعیت پر بنسټ په تبعیضي ډول د ویزو صادرول منع کوي او د هر غوښتونکي وړتیا باید په انفرادي ډول د قونسلي یوه چارواکي له خوا وڅېړل شي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.