TOOSnews
اعلان
د افغانستان د آزادۍ جبهې په کابل کې د طالبانو پر یوه پوسته د برید خبر ورکړ.
افغانستانټوس نیوز

د افغانستان د آزادۍ جبهې په کابل کې د طالبانو پر یوه پوسته د برید خبر ورکړ.

۶ وږی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د افغانستان د آزادۍ جبهې د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د کابل ښار د شپاړسمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د طالبانو پر یوه امنیتي پوسته د دې جبهې په برید کې د طالبانو درې غړي وژل شوي او لږ تر لږه دوه نور ټپیان شوي دي.

دې جبهې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ځواکونو یې د چهارشنبې په ماښام، د وږي څلورمه، شاوخوا ۸ بجې د کابل د شپاړسمې امنیتي حوزې اړوند د علي‌خېلو په سیمه کې د طالبانو یوه امنیتي پوسته په نښه کړې ده.

د افغانستان د آزادۍ جبهې ادعا کړې چې د دې برید په پایله کې د طالبانو درې غړي وژل شوي او لږ تر لږه دوه نور ټپیان شوي دي. خو تر اوسه دا ادعا خپلواکو سرچینو له خوا نه ده تایید شوې.

دې جبهې د برید د ترسره کېدو یوه ویډیو هم خپره کړې ده. په دې ویډیو کې د چاودنې او په سیمه کې د لوګي د یوې ستنې پورته کېدل لیدل کېږي؛ خو د برید د څرنګوالي په اړه نور جزئیات نه دي وړاندې شوي.

د طالبانو چارواکو تر اوسه د دې برید، د تلفاتو د شمېر او د افغانستان د آزادۍ جبهې د مطرح شویو ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.