یوازې ۴۰ تر ۴۲ سلنه افغانان برېښنا ته لاسرسی لري؛ کلیوالي سیمې لا هم بېبرېښنا دي.
د ملګرو ملتونو د پراختیا پروګرام د یکشنبې په ورځ، د وږي په لومړۍ نېټه، اعلان وکړ چې د افغانستان یوازې ۴۰ تر ۴۲ سلنه وګړي د برېښنا له سراسري شبکې سره تړاو لري. د دې راپور له مخې، نږدې ۹۰ سلنه دغه لاسرسی په ښاري سیمو کې متمرکز دی او د کلیوالو ټولنو لویه برخه لا هم له باثباته برېښنا څخه بېبرخې ده.
ملګري ملتونه وايي، برېښنا ته محدود او ناپایدار لاسرسی لا هم په افغانستان کې له سترو ننګونو څخه دی. د دې ادارې په وینا، د برېښنا کمښت او ناپایداري پر روغتیايي او ښوونیزو برخو، د کورنیو پر معیشت، اقتصادي فعالیتونو او د سیمهییز اقتصاد پر وده منفي اغېز کړی دی.
د ملګرو ملتونو د پراختیا پروګرام د برېښنا شبکې د پراختیا ستونزې، په ځانګړې توګه لرې پرتو او کمنفوسه سیمو ته د شبکې د غځولو په برخه کې، یادې کړې او د دغو سیمو د برېښنا رسولو لپاره یې د غیرمتمرکزو او نوي کېدونکو انرژیو کارول یوه عملي حللاره بللې ده. دغه تګلاره کولای شي، پرته له دې چې په بشپړه توګه پر سراسري شبکې تکیه وشي، سیمهییزو ټولنو ته اړینه برېښنا برابره کړي.
یادې اداره په وروستیو کلونو کې په ښوونځیو، روغتیايي مرکزونو او د ښځو په بازارونو کې د لمریزې برېښنا تختو او د برېښنا د زېرمه کولو بټریو په نصبولو سره هڅه کړې چې د بنسټیزو خدمتونو او اقتصادي فعالیتونو دوام تضمین کړي. دغه وسایل د برېښنا د پرې کېدو پر مهال کولای شي د دغو مرکزونو یوه برخه اړینې اړتیاوې پوره کړي.
سره له دې چې طالبانو په تېرو کلونو کې د کورني برېښنا تولید د زیاتولو او د انرژۍ د پروژو د پراختیا ژمنې کړي دي، افغانستان لا هم د خپلې اړتیا وړ برېښنا لویه برخه له ګاونډیو هېوادونو واردوي. ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان د افغانستان د وارداتي برېښنا له مهمو برابرونکو څخه دي.
پر وارداتي برېښنا تکیه، د کورني تولید محدود ظرفیت او د منظمې او سراسري برېښنا شبکې نشتوالی، د برېښنا د عرضې د ناپایداري له اصلي عواملو څخه بلل شوي دي. دغه وضعیت په ځانګړې توګه په کلیوالو سیمو کې، چې د برېښنا شبکې ته یې لاسرسی ډېر محدود دی، د خلکو لپاره لا ډېرې ستونزې رامنځته کړي دي.
د ملګرو ملتونو د پراختیا پروګرام ټینګار کړی چې د نوي کېدونکو انرژیو د حللارو پراختیا، په ځانګړې توګه د غیرمتمرکزو لمریزو سیستمونو کارول، کولای شي محرومو ټولنو ته د برېښنا د لاسرسي په ښه کولو او د بنسټیزو خدمتونو او اقتصادي فعالیتونو په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.
لیکواله:سلیمه آریایي








