TOOSnews
اعلان
د افغانستان د ملي خپلواکۍ جبهې په کندهار کې د طالبانو د استخباراتو د مرستیال د وژل کېدو خبر ورکړ.
افغانستانټوس نیوز

د افغانستان د ملي خپلواکۍ جبهې په کندهار کې د طالبانو د استخباراتو د مرستیال د وژل کېدو خبر ورکړ.

۹ وږی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د افغانستان د ملي خپلواکۍ جبهې ادعا کړې چې د دې جبهې ځواکونو نن ماښام د کندهار ښار عینو مېنې چوک ته څېرمه په یوه عملیاتو کې د طالبانو د استخباراتو د عمومي ریاست مرستیال تاجمیر جواد په نښه کړی او وژلی دی.

دې جبهې ویلي چې یاد عملیات «پیچلي او له مخکې طرحه شوي» وو. د افغانستان د ملي خپلواکۍ جبهې دغه پېښه د طالبانو مشرانو او قوماندانانو ته یو خبرداری بللی او ویلي یې دي چې د دې ډلې پر وړاندې به خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي.

د افغانستان د ملي خپلواکۍ جبهې اعلان کړی چې د طالبانو تر «نسکورېدو» پورې به خپلو وسله‌والو عملیاتو ته دوام ورکړي. دې جبهې همداراز د طالبانو چارواکي او ځواکونه د خپلو عملیاتو موخې بللي دي.

طالبانو تر اوسه د تاجمیر جواد د وژل کېدو په اړه د افغانستان د ملي خپلواکۍ جبهې د ادعا په اړه څه نه دي ویلي. تر دې دمه د دې پېښې او د دغه طالب چارواکي د برخلیک په اړه خپلواک معلومات هم نه دي خپاره شوي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.