د افغانستان متحدې جبهې په کندهار کې د طالبانو د دوو غړو د وژل کېدو خبر ورکړ.
د ځانګړو ځواکونو د پخواني قوماندان،سمېع سادات په مشرۍ د افغانستان متحدې جبهې، اعلان کړی چې د کندهار ښار د طالبانو پر یوه مرکز د عملیاتو پر مهال د دې ډلې دوه غړي وژل شوي دي.
دې جبهې د جمعې په ورځ، د زمري په ۳۰مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې عملیات د کندهار ښار د شپږمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې ترسره شوي دي. جبهې د عملیاتو د څرنګوالي په اړه نور جزیات نه دي ورکړي.
دا خبر یوه ورځ وروسته له هغې خپرېږي چې متحدې جبهې په یوه ویډیو کې ادعا کړې وه چې د کندهار ښار په همدې امنیتي حوزه کې یې د طالبانو د استخباراتو یو غړی وژلی دی.
د طالبانو چارواکو تر اوسه د دغو بریدونو او د خپلو غړو د وژل کېدو په اړه څه نه دي ویلي، او دا ادعاوې په خپلواکه توګه هم نه دي تایید شوي.
په وروستیو اوونیو کې د سمېع سادات په مشرۍ د افغانستان متحدې جبهې له لوري په کندهار کې د طالبانو پر ځواکونو او مرکزونو بریدونه زیات شوي دي. دې جبهې په څو نورو مواردو کې هم په دغه ولایت کې د طالبانو پر پوستو د بریدونو مسؤلیت منلی دی.
د افغانستان متحدې جبهې خپله لومړنۍ پوځي عملیات د زمري په اتمه، د کندهار او سپینبولدک ترمنځ په مسیر کې پیل کړل. له هغه وخت راهیسې دې جبهې په کندهار کې د طالبانو پر ځواکونو د څو نورو عملیاتو د ترسره کولو خبر هم ورکړی دی.
لیکواله:سلیمه آریایي








